یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د بې وزلۍ او فقر اغېزې

د بې وزلۍ او فقر اغېزې

درېیمه برخه

لیکنه: استاد عبدالجبار وحدت

په تېرو دوو لیکنو کې موږ په غربت پېژندنه او په افغاتنستان کې د فقر په عواملو باندې تفصیلي بحث وکړ، هیله ده هیوادوالو او مسؤلو چارواکو به زموږ دا لیکنې لوستي وي، د لیکنې په دې برخه کې د بېلابېلو نړیوالو او داخلي ماخذونو پر مټ ما هڅه کړې ده چې د فقر په اغېزو باندې ساده بحث وکړم، داسې بحث چې د ټولنې هر لوستی ځوان پرې پوه شي، نهایت هڅه کوم چې اقتصادي ټرمینالوژي پداسې ډول دلته راوړم چې عام فهمه وي، د فقر اغیزې (poverty impact) موضوع سترو ریاضی کي موډلونو او فنکشونو ته اړتیا لري، بېلابېل متحولونه ټاکل کېږي او باید کمي مفهوم وړاندې کړي، خو زه بحث د ساده والي او اسان والي لور ته بیایم

د بې وزلي اغېزې په لویه کې په لاندې ډول دي :

اقتصادي اغېزې
ټولنیزې اغېزې

سیاسي اغېزې

مذهبي او فرهنګي اغېزې

چې په جزوي ډول یې بیا اغېزې نهایت زیاتې دي ، عبارت دي له:

اقتصادي  اغېزې 

لومړی بحث په اقتصادي اغېزو کوو، ځکه لوږه یوه اقتصادي پدیده ده، دا اقتصادي سرطاني ناروغي ده چې باید داقتصاد ډاکټران یې په پوره تدبیر او منظمو پالیسیو سره له منځه یوسي. یاده ناروغي باید پر وخت تشخیص شي او بله بینه یووړل شي، که همداسې پاتې شوه ټولنه کې به یو لوی ناورین رامنځته شي، ټولنپوهان او اقتصادپوهان په دې اند دي چې لوږه – لوږه زېږي، په عمومي ډول سره ویلی شو چې د ډېریو غریبانو زامن په محروم حالت کې پاتې کېږي او برعکس،

همدارنګه بېوزله خلک له خپلو ټولو په واک کې شته وسایلو څخه پوره ګټه نه شي اخیستلی او په دې ترتیب له خپل وس څخه ډېر ټیټ تولید کوي او یا یې بیخي نشي کولی، چې په دې وخت کې د هېواد د خلکو اړتیاوې په مطلوب ډول نه شي پوره کېدلی، بېوزله خلک د اوږدمهاله بې وزلي پر مهال خپلې وړتیاوي او مهارتونه ټول له لاسه ورکوي.

بشري پانګې فلجېدل

 د فقر په حالت کې بشري پانګه یا فرار کوي، یا فلج کېږي، هغه په دې مانا چې ځانته د غربت له وجې درست کار نه شي پیداکولی، نه یو وړوکی تجارت پیلولی شي، همدغه وجه ده چې د دوی تر لاسه شوي مهارتونه ورو- ورو د فلجېدو په لور ځي.

 د سپما فرهنګ ختمېدل

 سپما د پانګونې او پانګې د تشکل یو اساسي برخه او عنصر دی، نو د فقر په حالت کې د سپما امکان صفر کېږي او په همدې وجه راتلونکې لپاره د تشبث هیڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

GDP کمېدل او د ژوند سطحې ټیټېدل

د اوکن قانون له مخې هر کله چې وزګارتیا یو فیصد کمه شي، GDP کې ۳٪ زیاتوالی راځي او هرکله چې وزګارتیا یو فیصد زیاته شي، نو GDP ۲٪ کموالی کوي. مانا دا چې کله وزګارتیا رامنځته شوه، فقر رامنځته شو، یا له بلې زاویې فقر د دې باعث کېږي، چې مناسب کاري فرصت ځانته نه شې برابرولی او باالاخره سرانه  عاید کموي.

فقر – فقر  زېږوي او زیاتوي

 نرکسي د اقتصاد عالم دی، د هغو هيوادونوپه هکله چې د فقر دايره پکې مسلطه ده او وايي. A country is Poor because it is poor) يعني يو هيواد غريب پاتي شو، دا ځکه چې هغه غريب وو/ دی . 

له همدې امله تقريباً تيره پېړۍکې پرمختللیو هيوادونو په پرله پسې توګه کال په کال شتمن شول او وده  يې وکړه خو پرمختيايي هيوادونه همداسې (پرمختيايي) پاتي شول، مانا دا چې له فقر سره نور فقر زیاتېږي او څو چنده کېږي.

مذهبي او فرهنګي اغېزې

عقیدتي کمزوري: هغه افراد چې کافي ظرفیت او ټینګه عقیده نه لري او د اقتصادي ستونزو له امله له عقیدوي زده کړو څخه محروم پاتې شوي وي، فقر یې په عقیدتي لحاظ ډېر ځپي، د الحاد ستونزه چې نن په نړیواله سطحه کار ورته کېږي، اکثریت غریب مسلمانان په دې لومه کې راګېرېږي، همدارنګه په مذهبي مسایلو کې دوی سستي کوي او په لویه کې ویلای شو چې حتی داسې کفري الفاظ هم ځینې ځینې کاروي چې« اې خدایه!  یو زه دې لیدلی یم.»

ځکه نبي کریم (ص) فرمایي چې که په غریبانو د پروردګار رحمت نه وی، نو نږدې وه چې له کفر سره به یو ځای شوي وو)

همدارنګه فقر شرک ته نږدې کوونکی بلل شوی دی .نو ځکه پاک نبي (ص) پنا ترې غواړي، هو د غریب درجې په اسلام کې یادې شوي، مګر رسول الله (ص) خپلو امتونو ته بې وزلي نه ده خوښه کړي، بلکې د اسلام دومره ستر اقتصادي نظام د همدې موخې په پار رامنځته او تدوین شوی چې له ولسونو څخه غربت یو مخیز ډول ختم کړي.

ټولنیزې اغېزې

د بې وزلي اغېز په ماشومانو

بې وزلي په ماشومانو نهایي بد اغېز لري، ماشومان ایله تر شپږ کلنۍ پورې دوی وتوانېږي ، چې په پښو سالم تګ راتګ وکړی شي، ماشوم روغتیا، تعلیم، غذا او دې ته ورته لومړنیو او مهمو برخو ته اړ دی، مګر له بده مرغه په فقیرو کورنیو یا غریبو هیوادونو کې ماشومان له دې هر څه بې برخې دي او برخلیک یې نهایت خراب ټاکل کېږي، حتی نشو ته مخه کوي، د خوارځواکي ستونزه په همدوی کې وي، د ماشوم په اروا یا روان باندې اغېز کوي، په دوی کې د محرومیت او په ځان د بې باوري احساس پیدا کېږي. او په نهایت کې ویلای شو، چې ماشوم ډېر زیات ترې اغېزمن کېږي.

بې وزلي سره جرم او جنایت زیاتېږي:

جنایتونه په بېلا بېلو ساحو کې متفاوت وي، نسبت شتمنیو او اقتصادي وضعیت ته هم  توپیر کوي، ډېری وخت کې د جنایي پېښو رېښه وپلټل شي اساسي راز به یې بې وزلي ثابته شي، ځکه چې جرم یو معلول د فقر دی، او په بې وزله ټولنو کې چېرته چې بېسوادي هم حاکمه وي د جرم کچه زیاته وي، نسبتا شتمنو ټولنو ته.

هرکله چې  د وزګارو خلکو په هر ۱۰٪ زیاتوالي سره د مجموعي  ټولنیزو ستونزو په برخه  کې ۲۱٪ سلنه زیاتوالی، د زړه په ناروغیو کې ۳٪ زیاتوالی، په ځان وژنو کې ۱.۷٪ زیاتوالی او د غلا په جرایمو کې ۴.۸٪ زیاتوالی  راځي

فردي اغېزې: معمولا افراد د خپلو مالي مکلفیتونو د تر سراوي په پار یو اندازه پیسو ته اړتیا لري، کومې چې د بېوزلي په حالت کې نشته، نو د دې حالت دوام د یاد شخص د پوروړي کېدو باعث کېږي، چې دا په خپل وار سره رواني، عقلي او د بې باوري ستونزې زېږوي، بې وزله اشخاصو اړوند بېلا بېلي څېړني ښیي چې یو فرد څومره خوشبین هم وي، مګر بې وزلي په حالت کې یې راتلونکې ته خوشبیني صفر کېږي او نن ورځ کې لالهاند او د محرومیت  فکر کوي، نو ویلای شو، چې بې وزلي فردي اغېزې هم پرېمانه لرلی شي.

د وجود د غړو د خر څلاو تکل او ګرم بازارونه: په دا وروستیو کې موږ د داسې مسایلو شاهدان یو دا ستونزه د نړۍ په ډېریو هیوادونو کې شته، حتی نږدې ګاونډي هېواد ایران کې یو وخت کې تاوده بازارونه وو، جتی داسې واضح چې د سترګو بازار، د زړه بازار او داسې نور نومونه 

د کوچنیوالي ودونه : 

د فقر له وجې بله ستره ستونزه همدا رامنځته کېږي، ممکن ډېر وروڼه پدې نظر کې راسره مخالف وي ، مګر دا یو عیني واقعیت دی چې په غریبو ټولنو کې داسې کم عمره ودونه ډېر لیدل کېږي، که یو لوری اباد وي او دا کار له مستي کوي، بل لوری حتمی مجبور او اړ دی، غربت دې چارې ته مجبور کړی دی، چې دا د ټولنې نظم اخلالوي، ماشومان له تحصیل شاته پاتې کېږي او د مور پلار له مینې په تمامه مانا محرومېږي.

کم عمره ماشومانو بوختېدل په شاقه او درنو کارونو کې :

ډېری وخت په غریبو ټولنو او ښآرونو کې ماشومان کارګر لیدل کیږي، چې یا به بوټ رنګوي، یا به پلاستیک ټولوي او یا به فابریکو کې درانه او سخت کارونه کوي، چې په روغتیايي لحاظ یې روغتیا او روان ته ډېر خطرناک ثابتیدلی شي. حتی په ګاونډي ایران کې د ماشومو کارګرو شمېر له 1.5 تر 7 میلیون پورې تخمین شوی، دلته که څه هم دقیقه احصایه نشته، مګر په غالب ګومان دا تعداد څو چنده لوړ دی.

خوارځواکي ستونزه :

په دا وروستیو کې به مو د روغتونونو راپورونه اورېدلي وي، چې خوار ځواکي یا سوی تغذیه ستونزه زیاته شوي، له بده مرغه چې د غریبو ټولنو ماشومان له بده مرغه خوار ځواکي څخه هم رنځ وړي او په داسې ټولنو کې خوار ځواکي ورځ تر بلې زیاتېږي، ځکه چې په نارمل ډول هر انسان او په ځانګړي ډول د حمل په وخت کې د ماشومانو مور غوره او بشېړې غذا ته اشده اړتیا لري او له بده مرغه چې د فقیرو ټولنو وګړي مکلفه غذا څه چې د خوراک له پاره له سره څه نه لري. 

سیاسي اغېزې

لوږه پراخ سیاسي مشکلات زیږولی شي، ډېری هېوادونه کوم چې وګړې یې له لوږې سره مخ وي، د بهرنیو د استخباراتي دسیسو په اساني سره ښکار کېدلی شي او همدارنګه په  بهرني سیاست کې د بډایه ملکونو په شان اغېز او رول نه شي لوبولی او له دې سره تر څنګ د بهرنۍ نړۍ سیاسي تعاملات هم په هغه کچه نه وي ورسره، کوم چې له بډایه هېوادونو سره وي، د سیاسي قراردادونو، او سیاسي تعاملاتو برخه کې کافي امتیازات غواړي او دوی ښه پوهېږي چې له مقابل هېواد څخه په اقتصادي لحاظ هیڅ توقع نه شي کېدلی، حتی نړیوال تجارتي بندیزونه هم د غربت له لویو اغېزو څخه ګڼل کېدلی شي.

 د حل لارې یې په بله برخه کې………..

ان شا‌ءالله

ستاسو د دعاوو او داسې افغانستان په هیله ، چې هر وګړی یې په هېواد دننه اباد او خوندي وي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب