Homeخبرونهد کابل د ترافيکو پخواني رئيس له کور پلټلو سره يې سکته...

د کابل د ترافيکو پخواني رئيس له کور پلټلو سره يې سکته کړې او مر شوی

تاند: ( سې شنبه، د کب لسمه) سرچينې وايي، چې د کابل ولايت د ترافيکو پخواني رئيس جنرال نظام الدين خیرخواه له هغه وروسته، چې طالبانو يې د کور په کور پلټنو په لړ کې کور پلټلی، سکته يې کړې او مړ شوی دی.

نوموړي ته نيږدې سرچينو ادعا کړې، چې طالبانو د دغو پلټنو پر مهال زور زیاتی کړی.

جنرال نظام الدين د تېر جمهوري نظام پر مهال د کورنيو چارو وزارت د ترافيکو عمومي رییس پاتې شوی و.

طالبانو په دې اړه د شویو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.

دوی مخکې د دغو عملياتو پر مهال خلکو سره ناوړه چلند رد کړی دی.

په کابل او یو شمېر نورو ولايتونو کې له تېرې جمعې ورځې راهیسې د کور په کور پلټنو عمليات پيل کړل، چې د هرکلي ترڅنګ پرې په نړیواله کچه نیوکې هم شوي دي.

طالبانو بيا په دې عملياتو کې د پراخو لاسته راوړنو خبر ورکړی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...