Homeخبرونهاقتصادي خبرونهخوست: د متون ښارګوټي دویم سړک جوړيږي

خوست: د متون ښارګوټي دویم سړک جوړيږي

تاند: ( سې شنبه، د کب لسمه) په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو د د متون ښارګوټي د دویم سړک جوړولو د پیل خبر ورکړی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۲۰ متره سور او ۴ کیلومتره اوږدوالی لري چې د خوست متون له موسی خېلو او قلندر ولسوالیوسره نښلوي.

د خوست ښاروال قاري بسم الله وویل چې دغه سړک به په نړیوال معیارونو سره جوړ او پوخ شي.

ټاکل شوې ده د دغه ستر واټ په منځ کې د ګلانو ګلدانونه او په دواړو غاړو کې یې ترافیکي نښې ولګول شي.

د دغه سړک د جوړولو چارې به شپږ میاشتې دوام وکړي.

د متون اوسېدونکو د دغه سړک پر جوړولو خوښي څرګنده کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...