یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهشاه محمود قريشي په چين کې د افغانستان په اړه د کیدونکې...

شاه محمود قريشي په چين کې د افغانستان په اړه د کیدونکې غونډې جزییات په ډاګه کړل

تاند: ( سې شنبه، د کب لسمه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په چين کې د راتلونکې میاشتې هغې غونډې جزییات په ډاګه کوي، چې د افغانستان په اړه جوړیږي.

نوموړي ويلي، چې په دې غونډه کې به د مختلفو ګاونډيو هېوادونو استازي برخه واخلي او د افغانستان وضعیت به وارزوي.

پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجيکستان پخپله چین د یادې ناستې ګډونوال ياد شوي.

تمه کيږي، چې د طالبانو د حکومت استازي به هم په یاده غونډه کې ګډون ته وبلل شي.

د افغانستان اقتصادي او بشري ناورين د یادې غونډې د بحث مهم ټکي ښودل شوي.

پر چين، روسیې، پاکستان او د طالبانو پر نورو ملاتړو هېوادونو نیوکه کیږي، چې سمبولیکې ناستې ډېرې جوړوي، خو په عمل کې یې افغانستان سره د پام وړ مرستې نه دي کړي.

پاکستان په وروستيو کې له يادو ناستو تمه لري، چې افغانستان ته کیدونکې مرستې د دوی له لارې واستوي.

1 COMMENT

  1. هههه، وايي ط خپلواک ده، خو سياسي او جهاني سياست يې پنجاب په مخ وړي، بیا وايي موږ په ټول افغانستان کنترول لرو، نه داسې نه ده اصلي افغانستان پنجاب یرغمل کړای..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب