یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهم.م په افغانستان کې د داعش د ۴۰ زره جنګياليو د موجوديت...

م.م په افغانستان کې د داعش د ۴۰ زره جنګياليو د موجوديت خبر ورکړ

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ ‏ ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د ۴۰ زره جګړه‌ مارو د موجوديت خبر ورکړ.

 د ملګرو ملتونو سازمان د راپور له مخې، د داعش ډېری جنګیالي د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د طالبانو له لوري د له زندانونو له ماتیدو سره خوشې شوي دي.

ملګرو ملتونو دا هم ويلي، چې امنيت شورا یې پر القاعدې او داعش د لګول شویو بندیزونو د څارنې لپاره یوه ډله ټاکلې ده.

طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور په داسې مهال خپور کړی، چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز سره د لیدنې پر مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغو څرګندونو ته توند غبرګون وښود، چې په افغانستان کې يې د ترهګریزو ډلو د فعاليتونو په اړه کړې وې.

متقي د م.م د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې په افغانستان کې يې د تخریبي ډلو کواښ مخ په زیاتېدو او د بیا منسجم کېدو په تړاو اندېښنې ښودلې دي، وویل چې هېڅ حقیقت ‏نلري.

طالب وزير زیاته کړه: افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پارونکې او په سملاسي ډول د تخریبي ډلو هڅونه او ورته کمپاین بولي.

مولوي متقي دا هم ويلي، چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.

2 COMMENTS

  1. په ملګرو ملتو د نالت شي ! دومره درواغ خو دانسانیت له کچې وتلي دي ! ملګری ملتونه خو د CIA یو ښکاره ځااله ده ! اوس څه کوي په افغانستان بیا حمله کوي ؟؟ نالت په داس انسانیت ! زه حیران یم چې تاند ولې داسې بی اساسه بوی ناکې خبرې خپروي !!

  2. united nation please. FIND CORRECT ADDRESS OF TERRORISM.(PAKISTAN)
    PLEASE DO NOT FIND ANOTHER EXCUSE FOR AFGHANISTAN.
    AFGHANS ARE TOO TIRD FROM WAR,
    TALIBS HAVE CONTROL ON ALL AREA.
    JUST SUPPORT AFGHANS TO REBUILDCOUNTRY& DO BUSINESS WITH WORLD. SPECIAL WITH INDIA.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب