یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د اسلام اباد پر لور د پراخو لاريونونو خبرداری ورکړ

منظور پښتین د اسلام اباد پر لور د پراخو لاريونونو خبرداری ورکړ

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه) ‏د پاکستان تر قلمرو لاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتين وايي، که د غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزیر د خوشې کیدو په اړه يې غوښتنې ونه منل شوې؛ د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد پر لور به لانګ مارچ يا اوږد لاريون پيل کړي‌.

د ښاغلي پښتین په مشرۍ له تېرو يوولسو راهیسې پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د سيند اسامبلۍ مخې ته پرلت پيل کړی او لا هم دوام لري.

ياد شوی پرلت د زرګونو کسانو په ګډون پيل شوی، چې په پراخه کچه يې ملاتړ شوی دی.

علي وزیر د پاکستان د پارلمان غړيتوب هم درلود، خو پاکستان د پښتنو د حقونو د دفاع له کبله د خپل نظام خلاف په هڅو تورن او بندي کړی دی.

د علي وزیر د خوشې کیدو لپاره د پاکستان او افغانستان ترڅنګ د نړۍ په مختلفو سيمو کې پښتنو د عدالت غوښتنې اعتراضیه حرکتونه کړي، خو پاکستان يې تر اوسه غوښتنه نه ده منلې او علي وزیر یې نه دی خوشې کړی.

1 COMMENT

  1. PAKISTAN DICTATOR ESTABLISHMENT BROUGHT. DIFFERENT KIND PRESSURE ON PASHTOONS&BALOOCHS.
    BUT MY DEAR PASHTOONS NO CHOICE YOU HAVE TO TAKE WEAPONS AGAINST PUNJABI DICTATORISM.
    MANY NATIONS GET FREEDOM BUT HOW LONG PASHTOONS MUST KEEP UNEDUCATED//CHAWKIDAAR OR HOME LESS IN ARABIC COUNTRIES.
    IN THE LAST THREE MONTHS HUNDREDS OF BALOOCHS ARE MISSING AND ALSO MORE PUSHTOONS ARE MISSIN OR ARRESTED.
    ALSO IN AFGHANISTAN ONE BY ONE ELDERS OR EDUCATED PUSHTOONS KILLING BY I S I.
    WE HAVE TO TAKE ACTION AGAINST PAKISTANI ESTABLISHMENT.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب