یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغور کې يوه ښځه او نارينه د « نامشروع اړیکې» په تور...

غور کې يوه ښځه او نارينه د « نامشروع اړیکې» په تور په درو وهل شوي

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ د غور په مرکز فيروز کوه ښار کې نن د طالبانو ځايي چارواکو د « نا مشروع اړيکو» په تور یوه ښځه او نارينه په درو وهلي دي.

 په غور کې د طالبانو د څارنوالۍ رییس صميم مهاجر وايي چې دغه کسان ۲۵ ورځې مخکې د غور په روغتون کې په یاد شوي تور نیول شوي او نن يې هر يو ۳۹ درې وهل شوي دي.

دغه طالب مقام ټینګار کړی، چې د « الهي حدودو» عملي کیدو ته لومړيتوب ورکوي او په دې برخه کې د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو د مسئلې لپاره مصلحت نه کيږي.

پرون په ارزګان کې هم د طالبانو له لوري يوه ښځه او نارينه هم په ورته ډول مجازات شوي وو، چې د بشري حقونو د ځینو فعالانو توند غبرګونونه یې پارولي دي.

د طالبانو منتقدین دا ډول مجازات « صحرايي محاکمې» ګڼي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې دوی د « صحرايي محاکمو» خلاف دي.

3 COMMENTS

  1. څلویښت کاله جنګ په اسلامی نظام اوشرعی احکامو ده نفاظ پخاطر وو. افغان ولس ده روس امریکا سره ده وطن دین کلتور ده حفاظت پخاطروجنګیدل. نن چی ده خدایی اورسول اوامر شرعت نافیظږی ولی خلق ده اسلام اوشرعی احکامو خلاف غږ پورته کوی؟؟؟ آیادوی مسلمانان ندی؟ یا اسلام تغیر کړی؟ که خلق دین اسلام اوخپل مذهب ده کفاروو په خوښه عملی کړی؟

  2. ياره سخته غټه لاسته راوړنه موکړي ده، د ګردي نړي ستاسوله د وحشت او غير انساني وضعيت نه يي نفرت راځي. د تعجب ځاي خو دادی چه تاسي تالبان خپله ۲۴ ساعته په لواطط اخته ياسته.

  3. TALIBS MUST FIND EXACT SOLUTION FOR THIS KIND CRIMES;
    TALIBS MUST BRING REFORM FOR MARRIED.
    STOP UNDER NAME WALWAR AND MORE RULE IN OUR COMMUNITY.
    IF MARRIED BECOME EASY FOR POOR PEOPLES.
    AND MAN&WOMAN BECOME MARRIED THAT TIME WE WILL DID SOME THING POSITIVE.
    THIS IS THE WAY OF SOLUTION POOR PEOPLES WELL NOT DO SEXUAL HARASMENT.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب