یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط چارواکو ایراني استازي سره د اوبو پر سر وروستۍ ناندرۍ بحث...

ط چارواکو ایراني استازي سره د اوبو پر سر وروستۍ ناندرۍ بحث کړې

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د اوبو او برېښنا سرپرست وزير ملا عبد اللطيف منصور د ايران اسلامي جمهوريت له ځانګړي  استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، سیاسي روابطو،  او مثبتو تحولاتو خبرې وشوې.

د اعلامیې په اساس، متقي د دواړو هېوادونو چارواکو تر منځ خبرې ګټورې وبللې او د اړيکو پر پیاوړتیا ېې ټينګار وکړ.

په همدې حال کې ملا عبداللطیف منصور د اوبو او بریښنا په اړه د طالبانو دریځ او اړتیا څرګنده کړه.

په ورته وخت کې حسن کاظمي قمي د تېرو ناستو پر  تدوام  د کانونو، کرنې،  انرژۍ او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د ګډې پانګونې په اړه د خپل حکومت پوره اماده ګي ښکاره کړه.

په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د جوړېدو او اقتصادي پرمختیاوو وسیله وبلل شوه او په تدوام ېي ټینګار وشو.

په وروستيو کې د ایران چارواکو د هلمند سيند د اوبو د نه پريښودو له کبله د طالبانو پر چارواکو نيوکې کړي او دوی یې په دې برخه کې د ژمنو په ماتولو تورن کړي.

طالب چارواکو بيا ويلي، چې ایران سره د اوبو په اړه افغانستان د حقابې تړون عملي کیدو ته ژمن دي، خو اوبه هغومره نه دي چې ايران ته یې ورخوشې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب