یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعمران خان مودي ننګونکې مناظرې ته چېلنج کړ

عمران خان مودي ننګونکې مناظرې ته چېلنج کړ

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ د پاکستان صدراعظم عمران خان خپل هندي سيال نریندرا مودي ننګولی، چې په یوه ټلویزیوني مناظره کې دې ورسره د دواړو هېوادونو د ستونزو د حل په اړه بحث ته حاضر شي.

پاکستاني صدراعظم په یوه تازه مرکه کې وويل، چې په دې اړه د خپل هندي سيال ځواب ته په تمه دی.

د هند صدراعظم تر اوسه د عمران خان دغه چېلنج ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

هند او پاکستان، چې دواړه د جنوبي اسیا دوه سره وران اټومي قدرتونه دي، په ۱۴۷ کې د ازادۍ له اعلان او یو بل نه له جلا کیدو سره سم، د یو بل سخت خلاف دي.

په تېرو څو لسيزو کې دواړو هېوادونو څو لوېې او ډېری زیاتې وړې جګړې سره کړي دي.

1 COMMENT

  1. د هند صدراعظم له دغسي لوچکانو نيشه يانو سره به هيڅکله حاضر نسي . د هند د صدراعظم عقل او د چرسي حرامي امران عقل سره ډير توپير لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب