دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پخوانی خارجه وزير: ۴۰ کلن جهاد افغان نسلونه تباه او...

د پاکستان پخوانی خارجه وزير: ۴۰ کلن جهاد افغان نسلونه تباه او زموږ څو نسلونه میلیاردران کړل

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ ‏د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان د جهاد په نوم د پاکستاني چارواکو او سياستوالو د حیف و میل او پراخ فساد په ترسره کيدو اعتراف کړی.

نوموړي د پاکستاني جنرالانو له لوري د افغان مجاهدینو د پېسو د غلا له راپورونو وروسته په يوه ټویټ کې لیکلي: افغانستان په فقر او لوږې کې ډوب دی.۴۰ کلن افغان جهاد د افغان ولس نسلونه تباه کړل خو همدغه جهاد بیا پاکستان کې د خلکو څو نسلونه میلیاردران کړل.

د المان يوې رسنۍ روانه اونۍ افشا کړه، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني رئيس جنرال اختر عبدالرحمن په اتيايمه میلادي لسیزه کې د شوروي خلاف افغان جهاد سره د نړیوالو مرستو ميليونونه ډالره غلا کړي او په سويس کې د خپلو درېیو زامنو بانکي اکونټونو ته لیږدولي دي.

د شوروي خلاف ياد شوی جنګ تر ډېره پاکستاني استخباراتو رهبري کاوه او د افغان مجاهدینو په نوم مرستې پاکستاني حکومت ته استول کیدې.

معلومه نه ده، چې د سويس ياد شوي بانک ته به اختر عبدالرحمن څومره میلیونه ډالره د خپلو زامنو لپاره زېرمه کړي وي، خو ويل کيږي چې د نوموړي د دوو زامنو په اکونټونو کې شاوخوا ۱۲ ميليونه ډالره له هماغه وخته پاتې دي.

دغه پاکستانی جنرال د پاکستان د پخواني ديکتاتور ضياالحق له نيږدې کسانو څخه و.

د جنرال اختر زامنو ياد شوی راپور رد کړی دی.

د يادونې وړ ده، چې د سویس بانکونه د نړۍ تر ټولو خوندي بانکونه ګڼل کېږي او د نړۍ ډېرو پانګوالو، په ځانګړي ډول په مالي فساد او خیانت تورنو خلکو په همدغو بانکونو کې خپلې شتمنۍ زېرمه کړي دي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب