دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههرات کې د يوه ځړول شوي کس خپلوان: هغه اختطافګر نه، پخوانی...

هرات کې د يوه ځړول شوي کس خپلوان: هغه اختطافګر نه، پخوانی پوځي افسر و

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ په هرات کې د اختطافګرو په نوم د اوړمې شپې د وژل شويو او بيا ښار کې د ځړول شویو درېيو تنو خپلوانو پر دوی پورې شوي تورونه ردکړي دي.

د محبوب شاه په نوم د یوه وژل شوي کس خپلوان وايي، چې هغه اختطافګر نه بلکې پخوانی پوځي افسر و، چې طالبانو يې په فلکه بکر‌آباد سیمه کې پر موټر ډزې کړي او له دوو ملګرو سره یی وژلی دی.

د محبوب شاه یوه ټولګيوال حسن حسیني ويلي، چې دغه پوځي افسر په ترکیه کې لوړې زده کړې کړې وې او طالبانو په دې خاطر، چې وژنه یې توجیه کړي، د اختطافګر نوم ورباندې ایښی.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نعیم الحق حقاني ويلي، چې وژل شوي کسان اختطافګر وو او د يوه اته کلن ماشوم د تښتولو له کبله په وسله واله نښته کې وژل شوي او ماشوم یې له منګولو خوشې شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو د وژل شويو کسانو د جسدونو د ځړولو مخالفت کړی، خو ځینو نورو ويلي چې که دا کسان ريښتيا هم اختطافګر وي، ورسره شوې چلند ښه بولي.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي څه موده مخکې ويلي وو، چې د دوی حکومت د صحرايي محکمو خلاف دی او مخنیوی یې کړې

1 COMMENT

  1. زما خو له اوله دسلاحګانو دغلا او قاچاق، او دغلاوو او اختتاف شک په همدی پخوانی پوځیانو وو چه دسقاوی مقاومت سره او دطالبانو دبدنامولو لپاره به کار کوی. نو کیدای سی هم پخوانی پوځیان وی او هم اختطافکونکی وی. خو په دی شرط چی طالبان ثابت کړی هغه یو ماشوم رښتیا هم اختطاف سوی. طالبان څه نه وایی چی ددوی په مقابل کی پټ مقاومت سته او که نه. زما په خیال هم مقاومت او هم جنایت دافغانستان سره دښمنی ده. نن نور مقاومتونه یوه ایدیالوژی هم نسی پاکولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب