دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت: حجاب نه لرونکې ښځينه کارکوونکې به له دندو وشړو

امر بالمعروف وزارت: حجاب نه لرونکې ښځينه کارکوونکې به له دندو وشړو

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې د حجاب نقضولو په صورت کې به ښځينه کارکوونکې له دولتي دندو وشړي.

دغه وزارت د حجاب د څرنګوالي په اړه ټينګار کړی، چې ښځې به د خپل وجود ټولې برخې پوښي او که اړتيا شوه پټو دې واغوندي.

د طالبانو دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې د حجاب د نه مراعاتولو په صورت کې به ښځينه کارکوونکې له دندو وشړل شي.

طالبانو د منع شويو ښځينه کارکوونکو د دندو د بيرته پيل کره نيټه نه ده ښودلې، خو ويلي چې د جلا کارځايونو او ‌لازم چاپيريال له رامنځته کیدو سره به ښځينه کارکوونکې بيرته دندو ته وغوښتل شي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وزير شيخ محمد خالد څو ورځې مخکې هغه کسان د اسلام دښمنان وګڼل، چې د ده په ټکیو د امر بالمعروف له کارونو سره حساسيت څرګندوي.

2 COMMENTS

  1. د حجاب حکم نارينه وو ته متوجه دی نه ښځو ته.
    ښځو ته د جلباب (چپن/کوټ) او پړوني دی.
    همدارنګه د سترګو په کښته (ټيټو) ساتلو حکم لومړی نارينه ياد شوی نه ښځې.
    طالبي چارواکی بايد په قرآني ترمينولوژۍ ځان پوه کړي.
    دوی بايد دعوت وچلوي نه زور. دين/مذهب له زور کارونې منعه کړې ده.
    هر څوک د رب العالمين پر وړاندې مسووليت لري. خوښه يې خپله چې څه ډول چلند خپلوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب