دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمتقي د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د نړیوال سرمنشي خبرو...

متقي د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د نړیوال سرمنشي خبرو ته توند غبرګون وښود

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، ‏‏‏په دې کتنه کې د افغانستان په هر اړخیز اقتصادي او بشري وضعیت، راغلو مثبتو تحولاتو، بانکي سکتور، د نوي حکومت په لاسته راوړنو او بشري مرستو بحثونه وشول.

‏سرچينه وايي لاینز وویل: د افغانستان وضعیت ښه شوی او تیر ته په کتو سره د ناخوالو کچه تر ډيره حده کمه شوې، حالت مخ پر ښه کیدو روان دی او له نوي حکومت سره مو هماهنګي زیاته شوې ده.

د طالبانو د اعلامیې په اساس، په همدې حال کې متقي له مېرمن لاینز څخه مننه وکړه چې د حقیقتونو په درک کولو سره یې په افغانستان کې روان وضعیت ‏او د نوي حکومت تګلاره مثبته ارزولې ده او هیله یې وښوده چې د نوي حکومت د پلانونو په پلي کیدو سره به د هیواد هر اړخیز وضعیت په بشپړ ډول مثبته وده وکړي او د ولس اړتیاوې به پوره شي.

متقي وویل: دا چې هیواد مو په وچه کې را ایسار دی نو د وارداتو کچه مو لوړه ده، ‏لګېدلو بندیزونو د حکومت پر ځای ولس ته زیان رسولی او سوداګر په اسانۍ سره راکړه ورکړه نشي کولای.

هغه د م.م د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته په اشارې چې په افغانستان کې يې د تخریبي ډلو کواښ مخ په زیاتېدو او د بیا منسجم کېدو په تړاو اندېښنې ښودلې دي، وویل چې هېڅ حقیقت ‏نلري. متقي زیاته کړه: افغانان دغه ډول څرګندونې تشویش اچوونکې، پارونکې او په سملاسي ډول د تخریبي ډلو هڅونه او ورته کمپاین بولي.

د طالب وزير په وینا د افغانستان حکومت هیچاته اجازه نه ور کوي چې افغان خاوره د چا په ضرر استعمال کړي.

‏طالبان وايي لانیز ژمنه وکړه چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به د نوي حکومت لاسته راوړنې، مثبت تحولات او عیني واقعتونه له نړیوالو سره په حقیقي ډول شریک کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي څه موده مخکې وویل، چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې مخ په پیاوړي کیدو دي او د یوه مشروع دولت له نشتوالي څخه په خپله ګټه ډېره استفاده کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب