یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند: د ممنوعه وسلو او کیمیاوي توکیو د استعمال ناوړه...

ملا حسن اخند: د ممنوعه وسلو او کیمیاوي توکیو د استعمال ناوړه پایلې څېړو

تاند: ( چار شنبه ، د کب څلورمه)‏ د طالبانو د حکومت د کابینې غونډه د دوی د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د ریاسة الوزراء د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او عمومي رئیسانو په شمولیت ترسره شوه.

د طالبانو د حکومت د چارو ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي، چې غونډه کې د اجنډا له مخې په بیلابیلو موضوعاتو بحث او پریکړې وشوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د طالبانو د مشرتابه هغه فرمان ولوستل شو چې د زراعت او مالدارۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په ټول هیواد کې د حکومتي ځمکو او ملکیتونو د غصب د مخنیوي لپاره جدي او عاجل اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو د کابینې په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا چمتو شوې د هیواد پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مؤسسو د تحصیلي نصاب د پراختیا، اصلاح او بیا کتنې کړنلاره تصویب شوه.

دغه راز، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پوهنتونونو د نصاب د اصلاح کار پیل او بشپړ کړي.

په غونډه کې دغه راز د عدلیې وزارت لخوا د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره مطرح شوه او د نهایي کتنې لپاره یې د علومو اکاډمۍ د لوی رئیس شیخ فرید الدین محمود په مشرۍ هیئت وټاکل شو.

د طالبانو د چارو ادارې دا هم ويلي، چې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د استعمال شویو ممنوعه وسلو او کیمیاوي موادو د ناوړه پایلو په اړه د تحقیقي راپور د چمتو کولو کار پیل کړي.

د طالبانو د کابینې په غونډه کې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي قطر هیواد ته د د سفر ګزارش وړاندې کړ او هلته یې د عربي خلیج هیوادونو له استازو، اروپایې ټولنې او امریکایي چارواکو سره د لیدنو کتنو، دغه راز د علماوو نړیوالې ټولنې او یو شمیر خیریه بنسټونو له استازو سره د مثبتو خبرو اترو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدا راز د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد پاکستان او د اروپا د سویس هیواد ژنیوا ښار ته د طالبانو د پلاوي د سفر ګزارش وړاندې کړ او سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.

ویل شوي، چې د د کابینې په غونډه کې په نورو بلابیلو موضوعاتو هم بحثونه او پریکړې وشوې او غونډه يې د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

1 COMMENT

  1. د مخدره موادو د کښت، قاچاق ، پیرودل او پلورل ته باید هم توجو وکړی. ټول هیواد په ټابلیت کا او نورو نشیی مواد ډک شوی دی چه د ګاوڼدی هیوادو څخه واردیږی او زمونږ ځوانان یی بیلاری او تباه کړل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب