یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کرنې او خوړو نړیوال سازمان د کونړ ۲ زرو کليوالو ښځو...

د کرنې او خوړو نړیوال سازمان د کونړ ۲ زرو کليوالو ښځو ته باغچې جوړوي

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ د کونړ ځایي چارواکي وایي، چې د کرنې او خوړو د نړيوال پروګرام په مرسته زرګونو اړمنو کلیوالو ښځو لپاره د کارموندنې هڅې کوي.

ټاکل شوې ده دغو ښځو ته د کرنې او د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخو کې د کار زمینه برابره شي.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې نږدې ۲۰۰۰ ښځو لپاره د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې باغچې جوړېږي.

د (اف. جي. ای) بنسټ دغه لړۍ د کونړ د کرنې ریاست په همکارۍ پیل کړې ده.

د دغه بنسټ مسوول ارشاد الحق وايي چې پر اصلاح شویو تخمونو سربېره دوی ته د مېوو او سبو د تولید په برخه کې روزنیز ورکشاپونه هم جوړوي.

د ښځو لپاره د کورنیو بڼونو جوړولو پروګرام د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري تمویلېږي.

ځايي چارواکو ويلي، چې دغه پروګرام همدا اوس د هېواد په ختیځ، لویدیځ او شمال کې هم پیل شوی دی.

چارواکو په دې اړه، چې ياد شوی پروګرام له پخوا څخه دوام لري او که اوس پیل شوی څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب