نوټ: دین او شرعيت په خپل اصل نازل شوي شکل ایډیالوژي نه شي بلل کېدلای، اما که انسان له هغو تفسیر وکړي، بیا ایډیالوژي بلل کېږي، ځکه چې هغه اصل شکل يې نه پاتېږي، حتمن د انسان خپله مالګه لږ ور ګډېږي، که نه د لمانځه کیفیت در واخلئ چې څنګه د یوه مسلمان له بل سره توپير لري، د خدای رسول به حتمن یو رقم کړی وي، خو اوس د بشري مالګې ور ګډېدو کیسه دغه ځای ته رسولې ده، نو دلته د ايډیالوژۍ نوم په دغه معنا استعمال شوی دی.
یوه ايډیالوژي چې د یوه کلتور په غېږ کې را پيدا شي، همدلته وده وکړي او همدلته د عمل جامه ور واغوستل شي؛ د هغې تفسیر که نورو ژبو ته کېږي، په بله ټولنه کې هغه وړاندې کېږي او د یو بل کلتور غوښتنې و اغېزې پر اضافه کېږي، دا به د هغې ایډیالوژي پر اصل څېره او سم تفسیر حتمن داسې تاثیر کوي چې له خپله مسیره او لیکې يې ممکن بل لور ته واړوي.
اسلامي دین و شریعت هم په یوه ټولنه کې نازل شوي دي، همالته د کمال پوړۍ ته رسېدلي او عملي بېلګه يې هم د هغې ټولنې وړاندې کېږي. دلته دوه شیان مهم دي، یو د هغې ټولنې خپل کلتور دی چې د نزول، تکمیل او تعمیل مهال پام ورته کېږي او بل همدغه د یوه کلتور په غېږ کې پالل شوی قانون، شریعت او ایډیالوژي که بلې ټولنې ته وړل کېږي، د هغې ټولنې کلتور همداسې خپل تاثیر پر کوي، خپلې غوښتنې لري او اړتیاوې يې شته لکه د اولې ټولنې کلتور چې خپل اغېز کړی و، غوښتنو ته يې پام شوی او اړتیاوې يې پوره شوې وې.
اوس موږ له بلې ستونزې سره مخ کېږو، د اولې ټولنې له کلتور څخه موږ پردي یو، په ایډیالوژي کې د هغې ټولنې کلتوري مسایل، اړتیاوې او غوښتنې په نظر کې نیول شوې دي، موږ که خپلې ټولنې ته هغه ایډیالوژي واردوو؛ لومړی به څنګه کلتوري مسایل له اصلي مسایلو سره تفکیک کوو، دویم د هغوی غوښتنې زموږ له هغو سره توپير لري، اوس به په تفسیر کې خپلې غوښتنې ور ننباسو او که به د هماغو په حکایت بسنه کوو او درېيم زموږ اړتیاوې هم ډېرې شوې او هم ځنې بېلې دي، د غوښتنو په برخه کې له احکامو او مسایلو سره به څه ډول چلند کېږي؟
غیر عرب د عربو کلتوري مسایل په اسانه نه شي بېلولای، له دې امله د شریعت په تفسیر کې تر ننه هم عربي کلتوري مسایل پاته دي. په داسې حال کې چې قران کریم رسول په هغو احکامو و مسایلو کې غوره نمونه بللی دی چې د خدای له لوري يې راوړي وي(احزاب: ۲۱)، نه هغه فطري اعمال لکه خوراک، تګ، جامه اغوستل، ناسته پاسته، ولاړه، روغبړ او داسې نور اعمال چې هر انسان يې له هدایت پرته هم کولای شي.
د هغه وخت د عربي طبابت موافق چې په احادیثو کې څه لارښوونې راغلې دي، نن زموږ ځینې کسان د نبوي طب په نامه د هغو لارښونو تابعداري کوي او فکر کوي چې د شریعت طبابت تر عصري طبابت غوره دی، که څوک يې ورسره په بېلګو خبره وکړي، هغه ګمراه بولي؛ په داسې حال کې چې نه په شریعت کې د نبوي طب په نامه څه شته او نه يې د تابعدارۍ امر شوی دی، نه قران کریم د طبابت کتاب دی، د طب برخه انسان په خپله تجربه زده کولای شي، قران د هغه شي لارښوونه کوي چې انسان يې په تجربه نه شي زده کولای، له دې امله قران کریم پر هماغو مسایلو تمرکز کړی دی. نو د نبوي طب په نامه کومه پدیده په شریعت کې نه وه او نه شته، اما زموږ په فهم کې تېروتنه ده.
لومړی باید دا زده شي چې په شریعت کې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پيرو یو نه په کلتوري او فطري کارونو کې او نه د علم په هغه برخه کې چې په تجره تر لاسه کېږي، لکه ساینس. قران نه د کلتور کتاب دی، نه د فطري کارونو د ښودنې او نه د ساینس. اما له دې هم انکار نه شي کېدلای چې په قران کریم او نبوي احادیثو کې د دې هر یوه د ځینو بېلګو ذکر هم شته. قران بشري ټولنې ته د یوه شرعي قانون په توګه راغلی دی هغه ټولنه چې کلتور، فطرت او ساینس يې د ژوند نه جلاکېدونکې اجزاوې وې او دي؛ له دې امله قران کریم د خلکو د پوهاوي، استدلال او قناعت په برخه کې د هره یوه یادونه کړې ده. دغه یادونه نو د دې سبب باید نه شي چې کلتور د قران په رڼا کې تعریف شي، نه هم د دې چې فطري کارونه دې موږ ته قران کریم را زده کړي، یا دې ساینس په قران کریم کې ولټول شي.
انسان په خپله پوهه کې تر اوسه دومره کمزوری دی چې د هغه پر پوهه د چاپيریال او خپل رواني حالت اغېزو مخه نه شي نیولای او ډېری کسان د خپل علم په مټ ټولنې ته د یوې ایدیالوژي پر تفسیر چې يې چاپيریال او رواني حالت تاثیر کړی وي، په هغه نه پوهېږي او نه دا درک لري چې بشر په دغسې یوه حالت کې دی.
کله چې موږ په دې برخه کې ناتوانه یو یا هم د اړتیا له مخې دا کار کوو، نو باید د شریعت مسایل د ماهیت له مخې پر دوو برخو ووېشو: یو: هغه مسایل چې عبادتي او تعبدي اړخ يې پر ټولنیز او کلتوري ډېر وي، لکه: لمونځ، اودس، روژه، حج او… د شریعت د دې مسلو په تفسیر کې باید تر بشري وسه هڅه وشي د شریعت پر متن او عملي تواتر اتکا وشي.
دویم: هغه مسایل دي چې کلتوري او ټولنیز اړخ يې ډېر وي، لکه: نکاح، فاتحه یا تعزیت، د جنازې او مړي ښخولو مراسم، د خوشالۍ مراسم که څه هم اخترونه وي او… د دې مسایلو په تفسیر کې دې ټولنې، د عربو کلتور او زموږ د ټولنې کلتور ته له اوله سره پام وشي، ځکه په دې برخه کې د عربو کلتور هم خپل پوره اغېز کړی دی، زموږ کلتور يې هم کوي، نو تفسیر يې باید داسې وشي چې اساسي هدف پکې له منځه ولاړ نه شي، نور که شکل او بڼه يې بدله شي هم پروا نه کوي، خو باید زموږ له کلتور سره اړخ ولګوي، د شریعت اساسي هدف لاس ته راشي او ټولنیز حساسیتونه ونه پاروي. مثلن: په نکاح کې ایجاب و قبول دی، شرعي اړخ لري، لمانځل، ډلونه، درې، میلمستیا، خپل و ناخپل رابلل، یوه ورځ یا څو ورځې لمانځل يې کلتوري مسایل دي چې باید د شریعت له اړخه ګوتې پکې ونه وهل شي او نه پر خلکو خپلې خوښې حرامې کړل شي.
تعزیت کې هدف له نورو سره غمشریکي او هغوی ته تسلیت دی، بڼه يې لازمي نه ده چې څنګه باید ور کول شي، ځکه دلته کلتور دومره ژور اغېز کړی دی چې که له هغه پېژندل شوي کلتوري ډول پرته تعزیت ور هم کړای شي، ممکن د خلکو د خپګان سبب شي. ما په کوټه، کندهار او کابل کې د خلکو د تعزیت ډولونه له نژدې لیدلي دي؛ ټول پښتانه دي، اما ډولونو يې ډېر توپير سره در لود، که په کابل کې یو څوک دغه ټکی درک نه کړي، په لوی لاس د خلکو غټې ټولۍ ته ورشي او د کوټې له رواج سره سم تعزیت ور ته وړاندې کړي، نو امکان لري چې هم په دې تعزیتي غونډه کې د شخړې سبب شي او هم که دا کسان د خپلوۍ یا انډیوالۍ اړیکې سره ولري، پر هغو منفي تاثیر وکړي. د شریعت هدف تسلیت دی، دا که د رواج سره سم نه شي، نو د تسلیت پر ځای د لا غمجن کېدو سبب کېږي او د شریعت هدف له منځه ځي.
جنازه او مړی ښخول د کیفیت له مخې حتمن توپير سره لري، شرعي هدف يې انسان ته درناوی، ژر ښخول دي چې بوی ونه کړي او دخلکو په وړاندې خراب نه شي څو بشري کرامت ته يې صدمه ورسېږي، دا چې څنګه يې ښخوي، د خلکو له رواج سره تعلق لري، د شریعت په نوم باید د عربي کلتور د مړي ښخولو بڼې پر ونه تپل شي.
اخترونه دوه اړخه لري، یو يې شرعي اړخ دی چې لمونځ پکې کېږي، حج پکې شته، سرسایه او قرباني لري، دا اړخ يې پر خپل ځای، له دې ماسیوا څو ورځې لمانځل يې، د اختر مبارکي ور کول، نوې جامې اغوستل، میلمستیاوې کول، له خپل رواج او کلتور سره سم اختر او نورې خوشالۍ لمانځل باید د شرعي تفسیر په نوم پر خلکو حرام نه شي، خلک پرېښودل شي چې خوشالۍ ولمانځي او انسان ته خوشالي ور کول خپله یو هدف دی چې په ګڼو بانو يې د تروړلو لپاره اګاهانه او نااګاهانه تر مقدس چتر لاندې کار ونه شي.
زما په اند لومړی باید په شرعي تفسیر کې د احکامو ماهیت او شکل سره تفکیک شي، د شریعت تر ډېره حده ټینګار پر ماهیت وي نه پر شکل، یوه مهمه نکته بیا دا هم ده چې احکام په خپل منځ کې هم توپير سره لري، پر ځینو يې عبادتي صبغه غوړېدلې وي او پر نورو يې کلتوري و ټولنیزه، د تعبدي مسایلو په ماهیت او شکل کې دې لاسوهنه نه کېږي، لمونځ دې په هغه بڼه وشي چې شرعي متونو او د اسلامي امت عملي تواتر څنګه رانقل کړی وي، اما د تعزیت په برخه کې دې یوه خاصه بڼه پر خلکو نه تحملېږي چې د تسلیت پر ځای ناست کسان درسره په مناظره اخته شي او تر تسلیت ور کولو په دې خوشاله شي چې مه يې راکوه زما د غم پر ځای جنجال مه راته جوړوه. دلته هدف ډاډ ور کول او ځان ورسره په غم کې شریک ګڼل دي، دغه هدف چې په هره بڼه تر لاسه کېږي، باید مخه يې ونه نیول شي او د شریعت په نوم د خلکو ترمنځ د شخړو او خپګان اسباب مهیا نه شي.
۲۰۲۲/۲/۱۹