یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ عمران خان ته؛ خپله ولې ط په رسميت نه...

محسن داوړ عمران خان ته؛ خپله ولې ط په رسميت نه پېژنې؟

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ د پاکستان تر قلمرو لاندې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په يوه مرکه کې د طالبانو او پاکستان پر اړيکو بحث وکړ.

نوموړي د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستیو مرکو، ته چې د افغانستان په اړه یې کړي، غبرګون وښود.

عمران خان په دې مرکو کې ويلي وو، چې طالبان په افغانستان کې واکمن او بې بدیله ځواک دی او نړۍ یې باید په رسميت وپېژني او تعامل ورسره وکړي.

محسن داوړ په خپله تبصره کې عمران خان ته په خطاب کې وويل، چې طالبانو ته د دومره لابۍ پر ځای ولې خپله د هغوی حکومت په رسمیت نه پیژني؟

د داوړ تحليل دا و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنولو سره پاکستان د خپلو محاسبو خلاف د ګټې پر ځای ډېر تاوان کړی.

د هغه په باور، پر افغانستان د طالبانو واکمنیدو په پاکستان کې تحريک طالبان پاکستان او نورو افراطي ډلو ته د ډېرو فعالیتونو مورال ورکړی.

هغه په پاکستان کې د يادو ډلو د بریدونو د زیاتوالي یادونه کوي او وايي: پاکستاني چارواکي یا هره ورځ د خپلو سرتېرو او خلکو وژل نه ويني او یا پرې ځانونه کاڼه اچوي.

نوموړی زياتوي: پاکستان د افراطيت په هغه لګولي اور کې سوزي، چې د افغانستان د سوزولو لپاره يې لګولی و.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان په يوازې ځان د طالبانو د حکومت له په رسميت پېژندلو انکار کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو د حکومت څه باندې شپږ مياشتې تيريږي، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

  1. د محسن داوړ اند په کاڼي ليکل سوی اند ده پنجاب رذيل به انشاءالله په دغه اور کې سوزيږي سي نورو ته يې وربلاوه. ددغه رذيل منافقت او شيطانت نور نه چليږي او لعنتي پنجاب ددغه اور لولپه سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب