یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهګارډین ورځپاڼې د عطا محمد نور باج ګیرۍ افشا کړې

ګارډین ورځپاڼې د عطا محمد نور باج ګیرۍ افشا کړې

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ د بریټانیا مشهورې رسنۍ ګارډين په یوه ځانګړي راپور کې د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د باج ګیرۍ په اړه ځانګړی راپور خپور کړی.

په راپور کې راغلي، چې د جمهوري نظام د سقوط یو اصلي دلیل پراخ فساد و.

دغې رسنۍ د بېلګې په توګه عطا محمد نور یاد کړی، چې په خبره یې د بلخ هیڅ پانګوال ده ته له باج ورکولو پرته فعاليت نه شو کولای.

د ګارډين په حواله، عطا محمد نور ان پر نړیوالو تجارتونو هم خپل راج حاکم کړی و او سوداګر یې پوزې ته راوستي وو.

دغه بریټانوي رسنۍ د بلخ ولايت مقام څخه د ايسته کیدو په اړه له ولسمشر غني سره د عطا محمد نور ناندريو په اړه ويلي، چې وروسته بل ټاکل شوي والي فرهاد عظيمي هم د عطا نور ډلې سره تړاو درلود او د هغه لپاره یې باج ګیرۍ کولې.

ګارډین د بلخ د اقتصادي ارزښت او سرچينو له يادولو سره زياتوي چې پراخ فساد پکې د خلکو او جمهوري نظام تر منځ د واټن یو اصلي دلیل و او دغه وضعیت طالبانو ته د سرتېرو د پیدا کولو لپاره زمینه برابره کړه.

د بلخ د پوليسو يوه پخواني افسر قيس عبدالاحد د مزار شريف ښار په يوه عمومي دروازه کې، چېرته چې اوس دوه طالب جنګيالي د پلټنې چارې تنظيموي، ګارډين ته ويلي: د جمهوري نظام پر مهال به چارواکو د دې دروازې له امنيتي مسول څخه د ورځې زر امریکايي ډالره اخيستل.

سرچينې ويلي، چې پوليس افسر به له تجارتي موټرو څخه پریمانه پیسې اخيستې، څو هم د چارواکو پيسې پوره کړي او هم ځانته ګټه راوړي.

ګارډین په دې مفصل راپور کې د عطا محمد نور د واکمنۍ د فساد او غلاوو نورې بېلګې هم يادې کړي.

عطا محمد نور په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب