یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د حجاب ورځې په توګه د ښځو د ورځې د نمانځلو...

پاکستان: د حجاب ورځې په توګه د ښځو د ورځې د نمانځلو پلان توند غبرګونونه پارولي دي

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ د پاکستان د مذهبي چارو د وزير نورالحق قادري هغه څرګندونې توند غبرګونونه پارولي، چې ويلي غواړي د ښځو نړيواله ورځ نور د حجاب ورځې په توګه ونمانځل شي.

 د پاکستان دمدني ټولنې غړو، دښځو اؤ بشري حقونو فعالانو د مذهبي چارو د مرکزي وزیر دا څرګندونې د قانون خلاف او د ښځو د حقونو نقض ګڼلی.

د مارچ په اتمه هرکال دملګرو ملتونو له خوا د میرمنو نړيواله ورځ نمانځل کیږي، چې پاکستان یې هم د نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو په شان نمانځي.

 ويل کيږي، چې د پاکستان د مذهبي چارو وزیر له دې څرګندونو مخکې خپله دا غوښتنه د يوه لیک په بڼه له صدراعظم عمران خان سره هم شريکه کړې، خو هغه یې په اړه خپل نظر نه دی په ډاګه کړی.

د پېښور يوې مدافع وکيلې مهوش محب کاکاخېل وويل ،دپاکستان قانون هر چاته دا اجازه ورکوي چې دخپلوحقونو غوښتنې دپاره پرامنه غونډې او لاريونونه وکړي ۔

دنوموړې په وینا د مرکزي وزير دا سپارښتنې په څرګنده د اوقانون څخه سرغړونه ده او د هغه حقونو څخه انکار دی چې هره میرمن يې لري۔

 د تېر کال د مارچ پر اتمه په «عورت مارچ» کې د ښځو له خوا پر «زما بدن زما خوښه»، «له واده پرته نور ډېر کارونه شته»، «ښځو د ماشوم زېږولو مشین نه دی» او نورو دا ډول شعارونو اعتراضونه وشول.

د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري په خط کې عمران خان ته وړاندیز کړی چې د ښځو په نړیواله ورځ دې هیڅ یوې طبقې ته “پر اسلامي ارزښتونو، ټولنیزو دودونو، حیا او پاک لمنۍ، پردې او حجاب باندې د بدرو ردو او سپکاوي هیڅکله اجازه ور نه کړل شي”

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د پاکستان د طالبانو تحريک وسله وال بریدونه زیات شوي.

دغه تحريک په پاکستان کې پراخې بې دینۍ او د اسلامي اصولو مخالفت ته په اشارې وايي، چې د شرعي نظام د حاکمولو لپاره مبارزه کوي.

د ځینو شنونکو په باور، د پاکستان حکومت د داسې طرحو په وړاندې کولو غواړي چې اسلامي احکامو ته د درناوي په اړه ځان ژمن وښيي، خو د دوی په نظر په داسې اقداماتو د مخالفانو باور نه شي تر لاسه کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب