یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهيونيسف ۴۰ زره افغان ښوونکو ته سل- سل ډالره مرسته وېشي

يونيسف ۴۰ زره افغان ښوونکو ته سل- سل ډالره مرسته وېشي

تاند: ( شنبه ، د دلوې دېرشمه)‏ ‏د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د کابل، لوګر او میدان وردګو ولایتونو له ۴۰ زرو ښوونکو سره د سل- سل امریکايي ډالرو مرسته وکړي.

پوهنې وزارت ويلي، چې دا مرسته د دوی په همغږۍ پیل شوې ده.

چارواکو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مخکې ملګرو ملتونو د افغان ښوونکو د ځنډیدلو معاشونو د ورکړې اعلان کړی و، خو تر اوسه یې د عملي کیدو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

څه موده مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند وویل، چې ښوونکو ته دوی معاشونه ورکړي او د يونيسف په همکارۍ ممکن په راتلونکي پسرلي کې د ښوونکو د معاشونو سطحه هم تر يوه حده زياته شي.

1 COMMENT

  1. د طالبانو د پوهنې وزارت یا دې ته ورته نور اصطلاحات کارول د ګټې پر ځای تاوان لري. دا ډول اصطلاحګانې غربیان کاروي لاکن زمونږ او زمونږ د وطن لپاره تاوان کوي. مثلا، غربیانو تر دوه کاله مخکې وخت پورې طالبانو ته ترهګر ویل، زمونږ داخلي رسنیو په ځانګړې توګه تاجکانو هم همدا شنانینا غږوله، خو دوه کاله مخکې یې له هماغو ترهګرو سره تړون لاسلیک کړ.
    اوس که په شعوري او غیر شعوري ډول دغه ډول اصطلاحات استعمال کړو بله ورځ به د پنجشېر د غلو جبهه خپل وزارتونه جوړ کړي بیا مجبور یئ چې هغو ته د مقاومتیانو د پوهنې وزارت… اصطلاح وکاروئ. دغسې به دوستم خپل جوړوي… د پوهنې وزارت یو د پوهنې وزارت دی د افغانستان د پوهنې وزارت بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب