دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو مدافعان: په اوکراین کې د ايسارو افغانانو وضعیت ته...

د بشري حقونو مدافعان: په اوکراین کې د ايسارو افغانانو وضعیت ته اندیښمن یوو

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اته ویشتمه)‏ د افغانستان يو شمېر بشري مدافعینو په اوکراین کې د مېشتو افغانانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسيايي برخې مشري مېرمن سمیرا حمیدي ويلي نه پوهېږي چې د دغو افغانانو برخلیک به څه ډول شي؟

نوموړې زیاتوي، چې ګڼو نورو هېوادونو خپل سلګونه اتباع له اوکراین څخه ويستي، خو د افغان کډوالو او رسمي مامورينو په اړه چا هیڅ اقدام نه دی کړی.

په اوکراین کې له وروستیو راهيسې د سختې جګړې وېره ده او تمه کيږي، چې روسیه به د دغه هېواد د حکومت پرځولو لپاره برید وکړي او ناټو به یې په غبرګون کې جګړه کې شامل شي.

د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د برخلیک او په اړه یې د خپلو ممکنه اقداماتو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. د بشريرحقوقو داعوه کونکي د افغان ولس د خلکو په وينو جوړې سوې پيسې له نړيوال يرغلګر دجال نه واخلي او نړۍ ته د خپل غږ ورسوي نه په اکراين کې افغانان. هغه هيڅ بلا هم نه خوري او نه هلته جنګ کيږې دغه هسې د نړيوالې فاحشې امريکا بغارې دي سي خپل جنايتو پټوي او لا تر اوسه دغه فاحشه او نړيوال فاشيست امپرياليزم د بشر ډڼډورچيان ځانونه بولي. د روسې د خنزير بلا د غرب او امريکې په متدين انسان وګرزه. روسې ښه کار وکړ سي خپل سوک يې فرعون ته وروښول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب