Homeخبرونهد کندوز- تخار پر لویه لاره د بريښنايي تجهيزاتو غله نیول شوي

د کندوز- تخار پر لویه لاره د بريښنايي تجهيزاتو غله نیول شوي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې اته ويشتمه)‏ د افغانستان ‏د بريښنا شرکت چارواکو ويلي، چې د کندوز- تخار پر لاره د برېښنا ځينې غلا شوي تجهیزات نيول شوي.

سرچينه زياتوي: د کندز – تخار پر لویه لاره د ټاوري پایو ځینې اوسپنې چې د دو کسانو لخوا غلا شوې وې د لېږد پر مهال د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ برېښنا آمریت د مسئولینو له لورې بېرته ونیول شول.

ويل شوي، چې ‏د یادې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او قضيه یې اړوندو ادارو ته لیږدول شوې ده.

 برېښنا شرکت خلکو ته ويلي، چې د برېښنا شتمنیو ته ضرر مه رسوئ او هیڅکله یې د غلا هڅه مه کوئ که څوک په دې اړه ونیول شي د قانون منګولو ته به وسپارل شي او جدي چلند به ورسره وشي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...