Homeخبرونهپه افغانستان کې به د ټاپي پروژې چارې په نژدې ورځو کې...

په افغانستان کې به د ټاپي پروژې چارې په نژدې ورځو کې پيل شي

تاند: ( پنجشنبه، د دلوې اته ویشتمه)‏د طالبانو د هرات والي مولوي نور احمد اسلام جار ويلي، چې په افغانستان کې به د ټاپي پروژې چارې په نيږدې ورځو کې پيل شي.

نوموړي ويلي، چې په دې اړه په هرات کې د ترکمنستان سر قونصل او دغه راز د ټاپي پروژې مسوول ورسره ليدلي او خبرې يې سره کړي دي.

هرات والي ويلي، چې تمه کيږي د يادې پروژې چارې په راتلونکي مارچ میاشت کې پیل او ورسره د دې ولايت د بریښنا ستونزه حل شي.

ويل شوي، چې د ټاپي پروژې چارې به له هرات ولايت څخه د يو سلو پنځوس کيلو متره په اوږدوالي پيل کړل شي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...