لیکنه او ایدیت داکتر نګین کرګر او د ریاضیاتو ماستر عبدالرقیب
نن سبا، د نړۍ د ډېری پوهنتونو ښوونکي، کوښښ کوي، چې ډېرې علمي مقالې، د نړۍ په نوموتو نړیوالوو مجلو او انلاین مجلو کې همدارنګه، نړیوالوو کنفرانسونو کې چاپ کړي. د علمي مقالو چاپېدنه، د یوه پوهنتون په نوموتنه کې ډېر مهم رول لوبولی شي. یعنې د پوهنتون په نوموتنه، د پوهنتون د بودېجې په ډېروالي، او د ښوونکو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي.
د یادونې وړ دی، چې په نړیوالو مجلو (Journals) کې هم توپير شته، دا توپیر یی د امپکت فکتور په واسطه مالومیدای شې لکه په ساینس کې د نیچر جورنال چې ډیر لوړ امپکت فکتور لری او یو معتبره مجله ده.
همدارنګه، په نړیوالو کنفرانسونو کې هم توپير شته، او ځینې یې ډېر په لوړه سویه وي. د بیلګې په ډول، په د امریکا د کیمیکل سوسایتی کنفرانس چې , مجلې او کنفرانسونه، په علمي ډګر کې ډېر لوړ ځای لري.
دا ټکی هم باید ښکاره شي، چې په علمي ټولنه کې، د هر مسلک اړوند، مناسبې مجلې، او کنفرانسونه شتون لري، او لیکنې باید مناسبې مجلې، او یا مناسب کنفرانس، ته ولېږل شي.
کله چې یوه علمي مقاله، کومې مجلې، او یا کوم کنفرانس ته، لېږل کیږي، هغه باید، د هغي مجلې، او یا کنفرانس، د چاپولو په منل شوې تګلاره (Format) برابر ولیکل شي. کنفرانسونه، په لومړۍ مرحله کې یوازې د Abstract غوښتنه کوي، او که چېرې Abstract ومنل شي، نو بیا ټوله مقاله غوښتل کیږي.
هېره د نه وي، چې مجلې په لومړي سر کې، د مکملې مقالې غوښتنه کوي.
کله چې یوه علمي مقاله، کوم کنفرانس او یا مجلې ته ولېږل شي، نو بیا هغې لیکنې ته، لږ تر لږه، د ۲ کتونکو یا د دری ایدیترانو له لوري په ډېر غور سره، هر اړخیزه کتنه کیږي. که چېرې دغه دواړه کتوني مثبت نظر ورکړي، او یو یی منفی نو بیا دا بیرته د سره هم کتل کیږې، او له دی پس بیا دغه مقاله د چاپ لپاره په نظر کې نیول کیږي. البته، بیا هم امکان لري، چې دغه مقاله څو څو ځلې بېرته لیکونکي ته د اصلاح لپاره ورولېږل شي، چې تر څو وروستۍ کاپي یې چاپ ته اماده شي.
د یادولو وړ دي، چې لیکونکي باید د کنفرانس د نوملیکنې، د استوګنې د ځای، او ګډون لپاره، د هغه کنفرانس تعین شوی فیس هم ورکړي.دغه فیس اکثراً پوهنتونونه هم ورکوی که چیری څیړونکې د تحصیل بورس یا سکالرشیپ ولری.
د کنفرانس په وخت کې، لیکونکی باید خپله مقاله په کنفرانس کې د نورو ګډونوالو په وړاندې دفاع کړي، او د ګډونوالو هر نوعه پوښتنو ته ځوابونه باید وویل شي.همدارنګه ساینسی پوستر هم چې وړاندی کوی باید د هغه شره ولاړ اوسی چې د لیدونکو پوښتنو ته ځواب ورکړی.
هېره د نه وي، چې هغه مقالې چې په مجلو کې چاپیږي، هغه کوم فیس نلري، او هم لیکونکي ګډون پکې نه کوي، او هم کومې نورې تشریح ته ضرورت نلري.
لېکن، دا خبره باید څرګنده شي، چې په مجلو کې د یوې علمي مقالې چاپېدل، تر کنفرانس، څو ځلې مشکل، او همدارنګه، اهمیت یې هم څو ځلې ډېر وي.
ډېری وخت، په یوه علمي مقاله کې د څو نفرو نومونه لیکل شوي وي، چې البته، د لومړي لیکوال نوم ډېر د اهمیت وړ دی. دا پدې مانا، چې نوموړې مقالې اصلي لیکوال هغه لومړی کس وي، او د نورو برخو، د هغې پرتله دومره ډېره نه وي.
د یوې تخنیکي علمي مقالې د لیکنې چوکاټ له دې لاندې برخو څخه جوړه شوې دی:
لومړۍ برخه یا خلاصه
پدې برخه کې د یوې علمي مقالې په هکله په ډېره لنډه توګه د مقالی ټول مالومات وړاندې کیږي. یا په بل عبارت، په دې برخه کې، د مقالې سکالو او لاسته راوړنې په ډېره لنډه، او ښکاره توګه وړاندې کیږي. یعنې، که یو څوک د یوې علمي مقالې یوازې همدغه برخه په غور سره ولولي، نو هغه پوهېدلای شي، چې دغه مقاله، د څه شي په هکله لیکل شوې دی؟
د څیړنی په وخت کې کله چې نوری مقالی لټول کیږې نو لوستونکې لمړی همدا ابسترکت یا خلاصه لولی چې پوه شی ایا دا مقاله دده د کار پوری تړاو لری یا نه.دویمه برخه معرفی
په دې برخه کې د مقالې موخه یا هدف او کړنې په ښکاره توګه وړاندې کیږي. یعنې، په دې برخه کې، د لومړۍ برخې په پرتله، د مقالې په هکله یو څه ډېر مالومات، لوستونکو ته وړاندې کیږي. همدارنګه، په دې برخه کې لیکوال، باید لوستونکو ته وښیي، چې دغه لیکنه، د یوه علمي مسلې د ځواب ویلو په هکله لیکل شوې دی. د مقالې د موخې د ښکاره کولو لپاره، دغه بیلګه وړاندې کیږي.د مثال په توګه که یو ساینس پوه غواړی چې د شکر مرض په هکله د نانو پارتیکل څیړنه کوی نو هدف یی د شکر مرض او نانو پارتیکل څیړنه ده، نو باید په سر کې دا ولیکې چې ددی څیړنې هدف څه دي.
درېیمه برخه – ادبي کره کتنه
په دې برخه کې هغه ټولې علمي سرچنې راځې چې ددې مقالې په لیکلو کې ترې ګټه پورته شوې ده او د هغوی نه یی کره مالومات را ټول کړی وی. په دی کې د څیړنیزو مقالو د څیړنو پایلی د نوی هدف سره پرتله کیږې یعنی صابتیږې چې د څیړونکې دا نوی هدف نوی دی او په ادبی کره کتنی کې پیدا نشو، دا د کرهکتنی په شکل کې لیکل کیږې، چې خلاصه یی په څیړنیزه مقاله کې کولای شې راشې او بشپړه بڼه یی په مونوګراف کې ولیکل شې.
په دې برخه کې د سرچینو لیکنې بڼه په ډېره لنډه توګه لیکل کیږي. په دې برخه کې باید هغه لیک ولیکل شي، چې ددغې مقالې سره په نیغه توګه تړاو لري. لیکونکي باید د لیک اصلي موخه پخپله ولیکي، کټ مټ کاپي نشي، او باید د هغه د اصلي سرچنې، یادونه د رېفرنس په مرسته وشي.
د ریفرنس لپاره وړیا سافت وییر موجود دی چې میندیلی یا ریفورکس او په پیسو ایند نوت موجود دي.لیکونکي، باید د خپلې مقالې په هکله ښه څېړنه وکړي، او په ښکاره توګه وښودل شي، چې دغه کار بل ځای ندی ترسره شوی، او بیاځلي ندی. که فرضاً دغه وړاندې شوې مفکوره، کوم بل ځای چاپ شوې وي، نو دغه مقاله بیا څوک نه چاپوي، نه چا ته د منلو وړ دی، او هرومرو به نه منل کېږي.
دا برخه، د یوې علمي مقالې یوه مهمه برخه شمېرل کیږي. دا پدې خاطر، چې لیکونکي، د خپل کار مفکوره، ددغه نورو علمي مقالو د لوستلو په مرسته، لاسته راوړې دی.
ددې برخې په پای کې لیکونکی، د خپل کار په هکله د منلو وړ غوښتنه کوي، او خپل د حل لارې، او دلایل وړاندې کوي.
څلورمه برخه –اصلي کار
دا برخه د کار، اصلي برخه جوړوي، په دې برخه کي، ټول مالومات په بشپړه توګه لیکل کیږي. دغه برخه، لدې لاندو وړو برخو څخه جوړه شوې دی:الف –ډیزاین (Design):
په دې برخه کې د مقالې د اصلي سکالو ډیزاین، په هر اړخیزه توګه څېړل کیږي. د هغه د ډیزاین طریقه، په ښکاره توګه وړاندې کیږي.
ب –برابروالی (Simulation ):
په دې برخه کې لومړنی ډیزاین آزمایل کیږي، او کتل کیږي، چې په زړه پورې پایله ورکوي، او کنه؟دا ډول ډیزاین، کمپیوتري جوړښت په ټولو ځانګړو حالتونو کې تر آزموینې لاندې نیول کیږي. کېدای شي په لومړني ډیزاین کې څه تغیرات واقع شي، او دغه کړنه څو څو ځلې تکرار شي، چې تر څو هغه وروستي ډیزاین ته ورسیږي.
ج –جوړېدنه (Build):
کله چې دغه وړاندې شوی ډیزاین ومنل شي، نو هغه بیا په عملي توګه جوړېږي.د –د ازموینې اتراتېژي (Testing Strategy):
لیکونکی باید خپله د ازمویلو ستراتیژي، په ښه ښکاره توګه، وړاندې کړي، او خاص شرایط باید په نظر کې ونیول شي.ھ – د کار لاسته راوړنې:
په دې برخه کې لیکونکی خپلې ټولې لاسته راوړنې وړاندې کوي.د یادونې وړ ده، چې دغه څلورمه برخه، د کار اصلي برخه تشکیلوي، او د همدغې برخې په خاطر به، ددغه علمي مقالې اهمیت، تعین کیږي.
لیکونکي باید، دغې برخې ته ډېره ډېره پاملرنه وکړي.
پنځمه برخه –پایلې
په دې برخه کې لیکونکي د خپل کار، ټولې لاسته راوړنې په خلاصه توګه وړاندې کوي. یا په بل عبارت، هغه ټولې پایلې، چې ددغه کار په هکله، لاسته راوړل شوي وي، هغه ټولې په لنډه توګه، لیکل کیږي.همدارنګه، هغه نیمګړتیاوې، چې ددغه سرته رسول شوي کار په هکله، شتون ولري، هغه هم باید ولیکل شي.
شپږمه برخه –د راتلوکې کار یا وړاندیز
په دې برخه کې، ددغه کار په هکله راتلونکي غوښتنې او وړاندیزونه، په ښکاره ډول وړاندې شې. یا په بل عبارت، ددغه کار د سرته رسولو، هغه نورې لارې او طریقې، چې لیکونکی یې، وړاندیز کوي، په هراړخیزه توګه وړاندې کیږي. لوستونکي دغه برخه، په ډېره مینه او علاقې سره لولي. دا پدې خاطر، چې د همدې برخې لوستل، باید د بل علمي کار، د سرته رسولو زمینه برابره کړي.د نړۍ څېړنې په همدې ډول دوام پیدا کوي.
اوومه برخه –سرچنې
په دې برخه کې د هغو ټولو رېفرېنسونو لست لیکل کیږي، چې له هغو څخه په دې لیکنه کې ګټه پورته شوې وي. یا په بل عبارت، د هغو مقالو نومونه لیکل کیږي، چې هغوی ددغې مقالې سره ارتباط ولري، او له هغوی څخه په دې لیکنه کې ګټه پورته شوې وي.
د ځینو علمي مقالو لیکوالان، د رېفرنس په هکله، یوازې د هغې شمېرې ته اهمیت ورکوي، چې دا کړنه ناسمه دی، او باید ونشي.
د یادونې وړ دی، چې سرچینې باید ډېر دقیق او سم ولیکل شي، او د هغوی د لیکلو دپاره هغه منل شوې لارې غوره شي.آتمه برخه- ټړنې
په دې برخه کې په عمومي توګه، دغه لاندې برخې شاملې وي.چې ورته مرستندوی مواد وایی
په دې برخه کې، هغه ډیاګرام، جدولونه، او ډېټا چې په دې لیکنه کې ترې استفاده شوې وي، لیکل کیږي.