یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهملایعقوب مجاهد: افغانستان به په پیل کې ۱۱۰ زره کسیزه اردو ولري

ملایعقوب مجاهد: افغانستان به په پیل کې ۱۱۰ زره کسیزه اردو ولري

تاند(سې شنبه، د دلوې ۲۶ مه) د طالبانو د اسلامي امارت دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد وايي، افغانستان به په پیل کې یولکو لس زره کسیزه اردو ولري خو اړتیا ته په کتو به یې شمېر زیات شی.

مجاهد دولتي رسنۍ ته وویل، له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، تراوسه پورې یې ۱۰ زره ځواکونه د ملي اردو لپاره روزلي او ۸۰ زرو په اردو کې د شمولیت لپاره نومونه ثبت کړي دي.

ده همداراز وویل چې یو شمېر هیلي کوپترونه، جنګي الوتکې او پوځي وسایط چې د ټولو شمېر ۴ زرو ته رسېږي، ترمیم شوي دي.

د طالبانو دفاع وزیر د افغانستان د تېر حکومت د افسرانو په اړه وویل چې اوس هم د دفاع وزارت په سلو کې ۹۰ کارکوونکي د پخواني نظام افسران دي او هغوی چې له هیواده وتلي دي، تماسونه ورسره نیول شوي چې هیواد ته راوګرځي او دندې بېرته پیل کړي.

مجاهد دا ادعاوې رد کړې چې ګنې د افغانستان یو شمېر پوځي وسایل او وسایط پاکستان ته وړل شوي. ده وویل چې د هیواد پولې په کلکه څارل کېږي چې د افغانستان هیڅ وسله بهر ته یونه وړل شي.

مجاهد ایران او ترکمنستان په وروستیو وختونو کې د سرحدي شخړو په خاطر ملامت کړل او ویې ویل چې له دغو پېښو وروسته افغان پوله ساتو ته لارښوونه شوې چې لا ډېر محتاط واوسي.

د طالبانو دفاع وزیر، چې د طالبانو د اسلامي تحریک د موسس ملا محمدعمر مجاهد زوی دی، د پاکستان له لوري پر ډیورند کرښه د ازغن تار د تېرولو په اړه وویل چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د طالبانو مشران کوي.

ده د داعش په اړه وویل چې دا تروریستي ډله افغانستان ته ګواښ نه ده.

ده د طالبانو د حکومت په وړاندې د مقاومت د جبهې د جوړېدو د اوازو په هکله وویل چې دا بې اساسه دي «هیڅوک به د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت ته خنډ پېښ نه کړای شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب