شنبه, مې 18, 2024
Home+د زړه خبره په خوله کله کېږي

د زړه خبره په خوله کله کېږي

فرشته جلالزۍ  

د زړه خبره مینه ده او مینه به څوک څنګه لیکي؟

نذار قباني یوځای لیکلي چې پر سمندرونو تیر سو او د دنیا ملکونه ېې ولیدل خو د خپل انګړه د یاسمن عطر ېې هېڅ چیرته پیدا نه کړ.

ایا  مینه همدا د نذار په شعر کې د یاسمن عطر دی؟

که هغه څه ده چې محمود درویش چې قاتله او بري بللې ده؟

دروېش مینه له تناقض او ابهامه ډکه، داسې تاریکي‌ بللې چې رڼا زېږوي.

دروېش ویلي،‌ مینه لکه خیال داسې سپکه او  له طلاطمه ډک موج دی.‌

دروېش ویلي، مینه د هوسۍ د بچي په څېر معصومه ده.

دروېش ویلي‌، مینه خودخواهه ده، قاتله ده.

خو زما لپاره مینه تر دې لا ډېر څه ده.

مینه هغه لیک دی چې نه لیکل کېږي.

که لیکل کېدلاۍ فریدا کالو به لیکلي‌ وائ.

هغې لیکلي:‌ هېڅ شی ستا د لاسونو په څېر نه شي‌ کیدلائ.

خو زه پوهېږم چې ستا لاسونه څنګه دي.‌

ستا لاسونه لکه زما بړستن داسي‌ دي.

مثلا، دلته ژمی دی.

یخ دی.

ستړې یم.

ستا لاسونه داسي‌ دي‌ لکه زما بړستن.

ګرم دي.

پاسته دي.

امن دي.‌

یه، نه لیکل کېږي.

که لیکل کېدلائ سوائ، سوزان بوریسو به لیکلي‌ وائ.

هغې لیکلي: ناممکنه ده چې له تا پرته پر هیڅ بل شي‌ فکر وکړم.

خو زه پر ډیرو شیانو فکر کوم.

پر خپل مېزمي ګل ايښي‌ دي، لکه تا چې ايښې و.

جنتري پرته ده، لکه تا چې اېښې وه.

قلمونه پراته دي، لکه ستاپه خونه کې چې خواره واره پراته وو.

کمپیوټر پروت دی، لکه تاچې لیکل پرې کول .

زعفران ايښي دي ، لکه تا چې به په چایو کې څښل.

زه پردې ټولو شیانو فکر کوم.

یه، نه لیکل کېږي.

که لیکل کېدلائ ویرجینیا ولف به لیکلي وائ.

هغې لیکلي: نورهېڅ نه لرم،‌ یوازې ستا پرمهربانۍ ډاډ راپاتې دی.

خوماته ډېر شیان راپاتې دي.

ستا جاکټ راسره دی، کله کله یې اغوندم. لا مي نه دی مینځلی. لاهم ستاعطر لري.

ستا قلم مې راسره دی، کله کله لیکل پرې کوم.

دا شیان ټول راسره دي.

په دې ټولو شیانو کې ته یې.

په دې ټولو شیانوکې ، ستاسره زما د خپلوۍ احساس دی.

یه، نه لیکل کېږي.

که نه ،‌ نن به مې د کاروان غوندي په مینه کې افراط منلی وائ.

تا ته به مې خط لیکلی وائ.

که نه،‌ نن به مې د لیوال غوندې خپل ټوټې ټوټې زړګی را ټول کړی وائ.

 تا ته به مې سوغات در استولی وائ.

خو نه کیږي.

په ما دعنتره کانه شوې ده .

لکه عنتره چې ویلي‌ و (لو کان قلبی معی ماخترت غیرکم) که مې زړه درلودلائ تا ته به مې درکړی وائ.

ما خپل زړه له تا سره پریښی دی.

زه خاموشه یم.

نزار لیکلي:‌

ستا لپاره زما مینه

تر الفاظو زیاته

زه خاموش یم

یادونه:

دا لیکنه د ولنټاینز د ورځې په مناسبت لیکل شوې ده.

نزارقباني په خپل شعر (مور ته پينځه لیکونه)‌ کې په دمشق کې د خپل کور په اړه لیکلي‌ چې د یاسمن ونه پکې وه.

د محمود دروېش شعر –   (قاتل وبری)

فریدا کالو – پېژندل شوې مکسیکويي‌ نقاشه

سوزان بوریسو – فرانسوۍ لیکواله چې د مصر له مشهور لیکوال طه حسین سره یې واده کړی و.

ویرجینیا ولف: مشهوره بریتانونۍ لیکواله

عنتره بن شداد : د زړې عربي ژبې‌ شاعر

1 COMMENT

  1. واه واه ډير ډير عالي عمر دې ډير شه فرشته ګلې
    داته چیرې وې
    ولې چوپه وې
    دادومره دردونه او ښکلاوې دې له موږه ولې پټې ساتلې وې
    راوباسه هرڅه دی چې زړه کې دې وې وایه
    مخکې له دې چې غږونه مو له خاورو سره وچ شي باید ښکاره یی کړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب