سه شنبه, نوومبر 26, 2024
Homeخبرونهد بغلان د غوري سمنټو د فابريکې کارګران: ۷ مياشتې کيږي چې...

د بغلان د غوري سمنټو د فابريکې کارګران: ۷ مياشتې کيږي چې معاش نه راکوي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د بغلان د غوري سمنټو فابريکې کارګرانو پرون د یوې اعتراضیه را ټولېډنې په ترڅ کې شکايت وکړ، چې د طالبانو حکومت له اوو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړي.

د دغو کارګرانو یوه استازي د دې را ټولېډنې پر وخت وويل، چې طالبانو تر اوسه يو ځل پینځه- پینځه او دوه ځله نور لس- لس زره افغانۍ د مرستې په بڼه ورکړي، خو اووه مياشتې کېږي، چې معاشونه نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه، چې د معاشونو ځنډ یې په داسې حال کې دوام لري، چې هم یې فابریکه فعاله ده او تولیدات يې پلورل کېږي او هم طالب چارواکي په پرله پسې ډول د مامورينو د معاشونو د ورکړې خبر ورکوي.

دغو کارګرانو له طالب چارواکو وغوښتل، چې ستونزې ته یې پاملرنه وکړي.

د دوی په وینا، اقتصادي ستونزې یې دې حد ته رسېدلي، چې نيږدې ده خپل اولادونه یا پښتورګي د نس مړولو لپاره وپلوري.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د طالبانو مالیې وزارت له دولتي ادارو وغوښتل، چې د ميزان او عقرب مياشتو د معاشونو د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه له دغه وزارت او په ولایتونو کې له اړوندو مستوفیتونو سره شريک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب