د کتاب نوم: د مینې څلور ډولونه
ليکوال: سي. لوویس
ژباړه: رحمت شاه فراز
لومړی ډول: د نا انساني شیانو مینه
(لومړۍ برخه)
زما د نسل ډېری ماشومان دا خبره کوي چې زه له ((انګورو)) سره مینه لرم. یو شمېر خلک په دې ویاړي چې انګلیسي ژبه د مینې (love) او خوښونې (like) لپاره دوه فعلونه لري، خو فرانسوي ژبه باید یوازې پر یوې کلمې خپله تنده ماته کړي او د دواړو پر ځای د aimer کلمه وکاروي. خو په دې برخه کې ډېری ژبې بیا د فرانسوي ژبې په خوا دي او په اصل کې د انګلیسي ژبې د یادو کلماتو رښتینی استعمال هم ډېری وختونه د فرانسوي ژبې په خوا دی. شاوخوا ټول ویونکي، هغه که رسمي خلک وي او یا د خانقا راهبان وي، په خپلو ورځنیو خبرو کې له یو ډول خوړو، لوبې یا موخې سره د ((مینې لرلو)) خبره کوي. او په حقیقت کې د شیانو خوښول او له خلکو سره زموږ د مینې ترمنځ یو اوږد تسلسل موجود دی. دا چې هره لوړه، هرومرو ځوړه هم لري، نو ښه به وي چې موږ یې هم له لاندې، یعنې د شیانو له خوښولو را پیل کړو؛ او دا چې د یو شي خوښول په دې معنا ده چې هغه شی موږ ته خوښي را بښي، نو باید له خوښي نه یې پیل کړو.
اوس دا موندنه ډېره زړه شوې ده چې خوښي په دوو ډلګیو وېشلی شو: یو هغه چې تر هغو خوښي نه شي کېدی تر څو چې هیله ور پورې غوټه نه وي او بل هغه چې په خپل ذات کې خوښي وي او هېڅ دا ډول شرط یا چمتوالی نه غواړي. د لومړنۍ خوښۍ بېلګه د اوبو څښل دي. نو که تږي یئ، خوښي درکوي او که ډېر تږي يئ، نو ډېره خوښي درکوي. خو ممکن په نړۍ کې به هیچا هم ځان ته له دې امله کله د اوبو ګیلاس نه وي ډک کړی چې ګنې خوند ترې واخلي، پرته له هغه چا چې تندې پسې اخیستی وي او یا ډاکټر ورته امر کړی وي. د دوهم ډول خوښۍ بېلګه د ناڅاپي او غیرمتوقع بوی خوښۍ ده، مثلاً د ګلانو د یوې کروندې بوی یا د خوږو مڼو بوی چې سهار د قدم وهلو پر مهال مو د بویولو حس وتخنوي. تر دې دمه مو هېڅ هم نه غوښتل، په خپل ځان کې ورک وئ، دغه خوښي چې ممکن ډېر لویه خوښي وي، ناڅاپي راځي او دا یوه ستره ډالۍ ده. د خپلې خبرې د وضاحت لپاره به ساده مثالونو ته تم شو او طبیعي ده چې دغه موضوع ګڼې پېچلتیاوې هم لري. که تاسو ته په داسې ځای کې قهوه یا د اوربشو اوبه در کول شي چې تاسو د اوبو تمه کوله (او کېدی شي پر اوبو مو ذوق خړوب شوی هم وای)، نو ښکاره ده چې لومړی ډول خوښي (د تندې له منځه تلل) ترلاسه کوئ او په ورته وخت کې دوهم ډول خوښي (ښه خوند) هم در رسېږي. په دې ځای کې هم مهم ټکی دا دی چې ممکن روږدتیا دوهمي خوښي په لومړنۍ خوښي تبدیله کړي. د ارامه انسان لپاره د شرابو یو جام د خوږو مڼو د بوی په څېر، لوی نعمت دی. خو شرابي انسان ته چې ستونی او هاضمي سیستم یې ډېر پخوا لا خراب شوي وي، یو ډول څښاک هم خوښي نه ورکوي او یوازې له یوه ناتحمله کړاو نه ارامتیا وربښي. تر څو پورې چې دی د دې وړتیا لري چې بېلا بېل خوندونه سره توپیر کړي، نو خامخا به یې دغه څښاک له پامه بد ورځي؛ خو بد اېسېدل د بې نشې پاتې کېدو د درد دوا نه شي کېدی. د دې دواړو خوښیو ترمنځ له ټولو ترکیبونو او مشابهتونو سره سره، د دواړو ترمنځ فرق پوره روښانه دی. موږ به دغه دواړه خوښۍ د اړتیا خوښي او د ارزښت ورکونې خوښي په نومونو یادې کړو.
په لومړي څپرکي کې هر لوستونکی (د اړتیا خوښي) او (د اړتیا مینې) ترمنځ له مشابهت سره مخ کېږي. خو په یاد مو وي چې هلته مې پر دې اعتراف کړی چې د اړتیا د مینې له غندلو مې باید ډډه کړې وی او یا مې آن باید دا ویلي وی چې د اړتیا مینه اصلاً مینه نه ده. په دې ځای کې ممکن ډېری خلک بېل فکر ولري. خو دا ډېره اسانه وي چې د اړتیا د خوښيو په هکله یوه اوږده قصیده ولیکو او د ارزښت پر خوښۍ د غندنې او بې ارزښتۍ کرښه را وکاږو؛ یو خورا فطري، ضروري او د خپل ماهیت له مخې ډېر نغښتلی وګڼو، او دا بل ډېر غیر ضروري او د عیش او منکراتو دروازه وبولو. که موږ په دې موضوع کې پر همدې لاره تګ غوښتلی، نو کولی مو شوی چې د رواقیونو د افکارو چینه ورته را پرې کړو او تر هغو پورې يې لاره وازه پرېږدو چې ټول لوښی تر خولې ډک شوی وي. خو موږ باید په دې څېړنه کې له احتیاطه کار واخلو او هېڅ کله اخلاقي او ارزوونکی چلند خپل نه کړو. انساني ذهن معمولاً د توضیح کولو او تعریفولو پر ځای، ستاینې او یا غندنې ته ډېر لېواله وي. انساني ذهن غواړي چې هر توپیر په یوه ارزښت بنا کړي، کټ مټ د هغو نقادانو په څېر چې کله د دوو شاعرانو ترمنځ د توپیر ټکی نه شي روښانه کولی نو بیا د هغو شاعرانو ترجیحاتو ته لومړیتوب ورکوي؛ ته وا نوموړي شاعران کومې جایزې ته نوماند دي. موږ باید د خوښۍ په باره کې هېڅ کله دا کار ونه کړو. حقیقت خورا پېچلی وي او موږ ته تر مخ لا خبرداری را کول شوی دی چې د اړتیا خوښي هغه مهال د ارزښت په خوښي پای مومي، چې کله د ارزښت خوښي (د اعتیاد له لارې) منکراتو ته مخه کړي.