یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهعمران خان:د ط په واکمنیدو سره پر پاکستان د ۳ ترهګرو ډلو...

عمران خان:د ط په واکمنیدو سره پر پاکستان د ۳ ترهګرو ډلو د بريدونو خطر زيات شوی

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د پاکستان صدراعظم عمران خان ادعا کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره پاکستان ته د درېيو ترهګرو ډلو د بريدونو خطر زيات شوی.

نوموړي له سي این این تلویزیون سره په يوه تازه مرکه کې د پاکستان د طالبانو تحريک، پاکستان ضد بلوڅان او داعش ډله هغه ترهګر ګڼلي، چې د ده په وينا د افغانستان له خاورې ېې پاکستان ته د بریدونو خطر زيات شوی دی.

پاکستاني صدراعظم د دغو ډلو د سرخوږی کيدو تر څنګ دا هم ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته د کډوالو د ورتګ بهیر هم چټک شوی او تر درې نیم لکو پورې افغانان تازه پاکستان ته کډوال شوي دي.

د عمران خان د ادعا په آساس، په ورغلو کډوالو کې د يادو ترهګرو ډلو کسان هم شامل دي.

عمران خان په دې مرکه کې وويل، چې د افغانستان تر نيمايي پورې نفوس له لوږې او ګڼو نورو ستونزو ځوريږي او که نړیواله ټولنه د افغانستان پوره لاسنیوی ونه کړي، هلته د یوې بشري فاجعې د رامنځته کيدو امکان شته.

پاکستاني صدراعظم په دې مرکه کې ټينګار وکړ، چې پر طالبانو د فشار راوړلو پر ځای دې د دوی حکومت سره کار وشي او په رسميت دې هم وپېژندل شي.

طالبانو مخکې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل چا په خلاف کارول کېږي.

دوی د عمران خان تازه مرکې ته په مشخص ډول غبرګون نه دی ښودلی.

5 COMMENTS

  1. نور دې پدې دروغو نړیوال باور نکوي. هغه پخواني وختونه لاړل چې تاسو به پدې درواغو د نړیوالو توجه او پیسې جلبولې. پاکستان یو ترهګر هیواد دی، د ترهګرو پالنه او تربیه اوس هم ستاسو ای اس ای کوي. اسامه، ملا عمر، منصور، حقانیان او داسې نور یې بیګې دي.

  2. GUL KHAN EMRAN IS BAHUT STUPID.
    PAKISTANI TALIBS ARE PAKISTANI WE KNOWS FROM NAME..
    BALOOCH LIBRAL ARMY IS ALSO FROM PAKISTAN.1/3 LAND OF PAKISTAN IS BALOOCHISTAN AND THEY WANT FREEDOM FROM PUNJABI ESTABLISHMENT.
    I SI S ALSO PRODUCE OF WORAKZI TRIBS FROM PAKISTAN.
    ALL THREE ARE PAKISTANI.
    YOU HAVE SHAME.LOOK TO THIS COMENT..AND READ IT.
    ZENDAA BAAD AFGHANS

  3. دا فاحشه دا غلام دا چرسي دغه خبيث کافر دغه حرامي اوس بانه جوړوي. ددوۍ منافقت او شيطانت ته يهود هم حيران دي دومره ظلم سي لعنتي پنجابي په افغان پښتون وکړ حتا ادلف هټلر په يهودو مسليانو نه ده کړی. تف لعنت دغه د ابليس په اولاد. طالبه وروره !!! د اللهﷻ لپاره ځان بيدار کړه دغه د لستوڼي مار مخکي له دې سي تاته لسهکه درنيږدې ځان وژغوره او ژبه يې ورپرې کړه. لعنت په دغه کثيف او په دغه کثيف خبيث نسل.

  4. کله چې همدا درې ډلې له پاکستانه افغانستان ته له پنډونو وسلو ، او بمونو سره راتلل او دلته یی پلونه ښوونځي کلینیکونه ورانول ، بیګناه انسانان یی وژل هغه وخت هغوی نه ترهګر ول او نه ترورستان هغه وخت هغوی مجاهدین وو ، چې د افغانستان د آزادۍ لپاره جهاد کاوه خو اوس چې هماغه ډلی دننه پاکستان کې فعالیت کوي اوس بیا ترهګر او تروریستان شول، لعنت دې وي عمرانه ستا پدی منطق فکر کوم د انسانی احساس یو بځرکی هم ستا په وجود کې نده پاتې هرڅه پاکستاني نظامیان درته وائي لکه نانزکه هماغه وائی.

  5. د عمران خان دا اعلان د پښتنو د تباهی لپاره یو بل پلان دی. دا څلویښت کاله یی میلیونونه پښتانه هم د ډیورند دا خوا هم آخوا شهیدان کړل اوس د ترهګرو د دری ډلو په نوم بله د شهادتونو او قتلونو څپه شروع کوی خو افسوس چی پښتون دخرّه لکی لاندی ویده دی اوس هم نه ویښیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب