یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد ط دفاع وزارت: د يو نيم سل زره کسيزې اردو ۹۰...

د ط دفاع وزارت: د يو نيم سل زره کسيزې اردو ۹۰ زره جوړښت مو پوره کړی

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د طالبانو د دفاع وزارت وياند قاري عنايت الله خوارزمي وايي، چې د یو نیم سل زره کسيزې اردو د جوړولو چارې يې د ۹۰ زرو کسانو تر جلب او جذب پورې رسولي دي.

نوموړي په يوه مرکه کې وويل، چې د دغه اردو په جوړولو کې له مجربو پوځي کادرونو څخه هم ګټه اخيستل کېږي.

دغه طالب وياند په دې برخه کې د خپلو پروګرامونو يادونه وکړه او ويې ويل، چې په دې اړه یې هڅې دوام لري.

د خوارزمي په وينا، د طالبانو اردو به یو ځانګړی یونیفورم ولري، چې د طرحې کیدو په اړه یې کار روان دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ګاونډيو هېوادونو ته د وړل شویو پوځي تجهيزاتو د را ستنولو په تړاو هم هڅې روانې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت وياند دا هم وويل، چې د دوی د لیکو د تصفيې کميسيون تر اوسه ۴۲۰۲ تنه له خپلو لیکو تصفيه کړي او د نورو فرصت طلبو کسانو د ايستلو هڅه هم روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی