یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهمطمين: په باميان او کابل کې سبا د سکی سیالۍ پیلیږي

مطمين: په باميان او کابل کې سبا د سکی سیالۍ پیلیږي

تاند: ( سې شنبه ، د دلوې شپږ ویشتمه)‏ د ملي المپیک کمېټې لپاره د طالبانو سرپرست رییس انجنیر نظر محمد مطمین وایي د سکي سیالۍ د چهارشنبې په ورځ په بامیانو او کابل ولايتونو کې پيل کېږي.

ښاغلي مطمین په یوه غونډه کې په بامیانو کې د سکی سیالیود پیل خبر ورکړ او ویې ویل: ټاکل شوې ده د سکی جشنوارې سیالۍ د روانې اونۍ په چارشنبې ورځ په بامیانو او کابل کې پیل شي .

هغه دا هم وويل، چې په نږدې راتلونکې کې د غېږې نیونې سیالۍ په قندهار او وزلوبې سیالۍ په کابل کې پیلېږي.

مطمين په اسکی سیالیو کې د ښځینه وو د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې په یادو سیالیو کې د افغان ښځينه ورزشکارانو ګډون او لاسته راوړنې د پام وړ وې، خو د طالبانو له واکمنیدو سره په ورزشي برخو کې هم پر ښځینه وو قیودات زیات شوي دي.

1 COMMENT

  1. ښه دا خو زموږ خپل! مطمئن ساب دئ کوم چی تر پرون پوری ئې د زرګری جګړې پر یخ میدان د قلم او ژبی د اِسکی په لوبه بوخت ؤ ( د ځانی امنیت مسئولیت ئې د نظام پر غاړه ؤ خو د یارانې تار ئې د لاهور او لندن او واشنګټن سره نښلولئ ؤ ).
    د خلګو خبره مَکسد؛
    خپله مطمئمن ساب باید د اِس هاکی په میدان کی د لوبی د نندارې څخه ډډه وکړی ځکه لباس خصوصاً پای جامه ئې نازکه ده، نه چی د خسنَتینو یا خوټو فزیکی حالت ئې د انجماد کچی ته ورسیږی او کوم بې ګناه کس ئې د خپلو خوټو د تصغیر په ګناه پولیس ته پلاس ور کړی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب