نثار خاکسار
ايا د افغانستان کنګل شوې پيسې د سپټمبر يوولسمې پېښې قربانيانو حق کېږي که نه؟ دې پوښتنې ته لنډ ځواب “هو” دی. خو په اوږد او تفصيلي ځواب کې ورته د “نه” توجيه هم پيداکولای شو. پرون مې هم د کوم چا له خولې واورېدل چې د افغانانو “ملامتيا نه منلو” ټولنيز کلتور ته يې اشاره کړې وه. رښتيا هم زمونږ يوه لويه ستونزه دا ده، چې خپله ملامتيا هيڅکله او په هيڅ حالت کې نه منو. که حتا په خپلو لاسونو قتل هم وکړو، نو بيا به هم په يو نه، يو ډول خپل قتل توجيه کوو او داسې به ښيو چې ګنې دا قتل ما نه دی کړی.
له تېرو درې ورځو راهيسې په تلوېزون، راډيو او همدارنګه ټولنيزو رسنيو کې د ګڼ شمېر په اصطلاح سياسي چارو شنونکو شننې اورم او لولم، چې امرېکا د افغانانو د شتمنۍ په غلا تورنوي. دا شنونکي د عمر په لحاظ زما د پلار او نيکه پر ځای دي، خو د تحليل، منطق او عامه پوهاوي په برخه کې بيا تر نابالغۍ رسېږي.
په هر حال، د افغانستان کنګل شوې پيسې چې جوبايډن يې د کنګل ساتلو اجرايوي امر وکړ، يوه نوې او بې مخينې موضوع ده. کله مو فکر کړی چې په تېرو شلو کلونو کې ولې دا موضوع راپورته نه شوه او يا د اوسمهال هومره ونه شاربل شوه؟ په اصل کې دا حقوقي دعوه پر افغانستان د تالبانو د حاکمېدو سره سمه راپورته کېږي. په يوې ساده فرضيه کې په دې موضوع لا زياته رڼا اچوو. که د کوم چا له کوره د بل چا په کور تېری وشي او د لومړي کور والا د مجرم په جرم لا هم هسکه شمله ګرځي او مقابل لوري ته وايي چې لاس دې خلاص! څه فکر کوئ، مقابل لوری به بيا هم مجرم شخص ته پناه ورکوونکي ته د دوست په سترګه ګوري؟! دا مثال عيناً له افغانستانه د القاعده شبکې غړو له خوا په امرېکا د ترهګريزو بريدونو سره تړاو لري. دلته ددې پرځای چې امرېکا ګرمه وبلل شي، تر هغې وړاندې بايد تالبان پړه وبلل شي، چې ولې د دوی له هېواده زرګونه کېلومتره لرې، زرګونه بېګناه خلک ووژل شول؟ کاش ستونزه يوازې القاعده ته د پناه ورکولو وای، خو تر دې لويه ستونزه داده چې ولې يې په يوه بهرني هېواد د خپلې خاورې نه د ترهګريزو بريدونو اجازه ورکوله؟ د دوی د همدې سرټمبګۍ له وجې مونږ په داسې حال کې دا لوی پور پرې کوو، چې د خېټې مړولو په پار د لوڼو خرڅولو خبرونو مو ټوله نړۍ په خپل ويرجن حالت اوښکو تويولو ته رسولې.
تالب چارواکي بيا په هر نړيوال سټېج داسې ښيي، چې ګنې دا پيسې د دوی د مټو په زور او د تندي په خوله ګټل شوي دي، خو تريخ حقيقت دادی، چې نه يوازې دا پيسې د تالبانو حق نه کېږي، بلکې د همدوی له کبله د کنګال کېدو تر سرحده رسېدلې دي. پکارخو دا وه، چې دا پيسې د تالب چارواکو له شخصي شتمنيو ګرځول شوې وای، ځکه همدوی لومړۍ درجه مسوول دي. زه به هيڅ حيران نه شم، که دا 3.5 ميليارده ډالر په يوه حقوقي دعوه کې د سپټمبر يوولسمې پېښې قربانيانو ته ورکړل شي. دا ځکه چې د سپټمبر پېښه د هغه چا له خوا ترسره شوه، چې هغه مهال تالبانو پناه ورکړې وه او همدې اوسنيو تالبانو پرې د افغاني مېلمه پالنې دود پر بنسټ داسې غيرت وکړ، چې په څو ورځو کې يې خپله پنځه کلنه دوره د امرېکا په لاس رانسکوره کړه.
پورته موضوع ته لږ فکر وکړئ، کله چې دغه پېښه رامنځ ته شوه، هغه مهال زه د ښوونځي په دويم ټولګي کې وم. د امرېکا غږ راډيو له لارې مې د زېبا خادم له خولې د پېښې ژوندی بهير څاره. القاعده شبکې چې په سر کې يې اسامه و، د پېښې پړه پر غاړه واخېسته. دلته اوس دې مشهورې کنسپيريسي تيوري ته ځای نه پيداکېږي، چې يو څوک دې دا دعوه وکړي، چې دا پېښه امرېکا په خپله طراحي کړې وه. که چېرې دا کنسپيريسي تيوري ومنو، دلته بيا دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې عربي ترهګرو يې ولې مسووليت په غاړه واخېست او مونږ يې له امرېکا سره ښکر په تندي کړو؟ ښکر په تندي مې ځکه وويل، چې د امرېکا هر اړخيز زور ته په کتو، مونږ ورسره ايله د تندي جنګولو وس ولرو! ځينې په اصطلاح افغان سياسي شنونکي په کنسپيريسي تيوريو کې تر اورمېږ ډوبېږي او ادعا کوي، چې د سپټمبر يوولسمې پېښې طراحانو د امرېکا تابعيت درلود او د امرېکا په اشاره يې دا بريدونه کړي دي. که دا کنسپيريسي تيوري هم واقعيت وبولو، په دې حالت کې هم ټول مسووليت تالبانو ته وراوړي، چې په خپله غېږه کې يې پرديو جاسوسانو ته ځای ورکړی و.
په ورته مهال کې ځينې خلک په امرېکا دا تورونه لګوي، چې په افغانستان کې يې زرګونه بېګناه خلک بمبار کړل، ولې د هغوی لپاره د جبران پيسې نشته، په داسې حال کې چې د خپلو خلکو لپاره يې د افغانستان ميلياردونه ډالر برمته کړي؟ دا استدلال پر خپل ځای هماغومره منطقي دي، لکه د سپټمبر يوولسمې پېښې قربيانيانو استدلال. البته د امرېکايانو په لاس قرباني شوي افغانان هغه مهال د ورته مالي جبران دعوه کولای شي، چې خپله بېګناهي او په جرم کې نه ښکېلتيا ثابته کړي. زه چې څومره د خپلو سترګو ليدلي معلومات لرم، د امرېکايانو له خوا زياتره هغه افغانان وژل شوي، چې هغه مهال به يې خپل کورونه او حجرې د تالبانو خوندي ځايونه وو. که څه هم دوی به خپله وسله نه لرله، خو د دوی له کوره او حجرې به په امرېکايانو او يا افغان پوځ بريدونه کېدل، چې په مقابل کې به هغوی اړ وو، چې د ځان د دفاع په خاطر دغه کورونه او يا حجرې بمبار کړي. د افغانانو حقوقي دعوه همدغه ځای کې پيکه کېږي، چې دوی په يو نه، يو ډول هغه مهال د دولت له متخاصمو اړخونو سره مرسته کوله. البته دا خبرې په دې معنا نه دي، چې زه امرېکايانو يا افغان پوځ ته برات ورکوم او يا يې سپين چرګان بولم. د امرېکايانو او نورو بهرنيو پوځيانو له خوا په افغانستان کې ځينې زړه بوږنوونکې پېښې ترسره شوي، چې له ښه مرغه هغه پوځيان په خپلو هېوادونو کې محاکمه شوي دي. نه يوازې د امرېکايي بلکې په افغانستان کې د ټولو ښکېلو بهرنيو پوځيانو د ظلم ښکار شوي افغانان کولای شي، په هسکه غړۍ د سپټمبر يوولسمې پېښې قربانيانو په څېر حقوقي دعوه وچلوي او له اړونده هېوادونو د خپلو قرباني شوو غړو مالي ناغه واخلي.
د افغانستان د کنګل شوو پيسو په اړه لاندې ټکي مهم دي:
– د افغانستان کنګل شوې پيسې په ساده ټکو داسې معنا لري؛ لکه د مېرمنې ګاڼه. د مېرمنې ګاڼې سره مې ځکه تشبيه کړې، چې مېرمنې ګاڼه د يوه سړي لپاره د “ننګ” سمبول وي. يو سړی په ډېره سخته او نهايتاً داسې حالت کې دې ګاڼې ته په مړاوي زړه ګوتې وروړي، چې د روزګار ټولو لارو چارو پر مخ وريتې څپېړې ورکړې وي. مونږ هم عيناً همداسې حالت کې يو. د سختې ناچارۍ له کبله که خدای مه کړه دا پيسې ولګوو، نو د سبا ورځې لپاره به مو د مېرمنې په “ننګ” هم سودا کړې وي او بيا به د لاسته راوړلو او يا له لاسه ورکولو لپاره هيڅ شی هم نه لرو. په لنډه خبره؛ نه به د دين يو نه د سادين!
چې زما نه شوې د بل مه شې
ډېرۍ د خاورو شې سلام له به درځمه
– تراوسه يادې کنګل شوې پيسې د سپټمبر يوولسمې پېښې قربانيانو ته نه دي ورکړل شوي، بلکې که چېرې د دغو قربانيانو غړي په حقوقي دعوه کې برلاسي کېږي، نو بيا به رسماً دغه رقم ترلاسه کوي. احياناً که دا پيسې دوی ته ورکول کېږي هم، بيا به هم په يوه حقوقي چوکاټ کې دننه دا قضيه حل و فصل کېږي. په دې مانا چې د دعوې دواړه اړخونه به د دعوې د ګټلو لپاره چنې وهي. دلته دا پوښتنه مهمه ده، چې د افغانستان استازولي به څوک پر غاړه اخلي؟ تالبان يې ددې ليکنې تر ليکلو پورې استازيتوب ځکه نه شي کولای، چې دوی لا هم د هيڅ هېواد له لورې په رسميت نه دي پېژندل شوي. داسې بل کوم درېمګړی څوک هم نشته چې اوسمهال دې په قانوني او حقوقي توګه د افغانستان داسې نړيواله استازولي وکړي، چې هر هېواد او نړيوال بنسټ ته د منلو وړ وي. زه فکر کوم په دې برخه کې به امرېکايي چارواکي هيڅکله هم يو طرفه پرېکړه ونه کړي او تر هغې به ددې پيسو ورکړه نه توشېح کېږي، چې ترڅو د افغانانو اندېښنو او پوښتنو ته ځوابونه نه وي ورکړل شوي او ددې ترڅنګ په حقوقي دعوه کې د يوه اړخ په توګه يې د افغانستان استازولي ته قناعت نه وي ورکړی.
– که فرض کړو، يادې پيسې په حقوقي قضيه کې د افغانستان له خوا ګټل کېږي، په دې حالت کې يې بيا هم تالبانو ته ورکړه، هماغه مانا لري، لکه د سپټمبر يوولسمې پېښې قربانيانو ته! دا ځکه چې د تالبانو لاس ته ددې پيسو لوېدل، افغانانو ته هيڅ د پام وړ ګټه نه شي رسولای. ځکه چې تالبان تراوسه ددې پيسو د مصرف لپاره هيڅ پلان او برنامه نه لري. په دې اوسني حالت کې چې د ټولو وږو سترګې همدې پيسو ته وازې پاتې دي، ددې پيسو ازادېدل، د وږي لېوني خولې ته کباب ورغورځول دي!
– که د کنګل شوو پيسو احتمالي حقوقي دعوه وګټو، نو نور علی نور، خو که احيانا ويې نه ګټو، بيا هم د چا خبره؛ له «هيڅ» نيمه وچه ډوډۍ هم ښه ده. البته دا خبره د تامل وړ ده، چې که د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې شي او بيا ولګول شي، دا به هېواد ته نه جبرانېدونکی تاوان ورسوي. له يوې خوا تالبان په رسميت نه دي پېژندل شوي او له بلې خوا د شل کاله پخواني افغانستان په پرتله د اوسني نسبتاً پرمختللي افغانستان واګی د دوی له خوا اداره کول لوی چلېنج دی. دې احتمال ته په کتو، چې په لنډ مهال کې د تالبانو بديل نشته، څو لسيزې وخت به ونيسي، چې مونږ بيا داسې حالت ته رسېږو، چې بانکي تکيه مو تر لسو ميلياردو ډالرو واوړي.
– زياتره افغانان په عامه ناپوهۍ کې ډوب دي. دا ناپوهي دومره ستونزمنه نه ده، لکه د دوی سرټمبګي او يا په يوه سپين واقعيت سترګې پټول. افغانان فکر کوي، که دا پيسې ازادې شي، نو په دوی به نغدې وويشل شي، خو خبره داسې نه ده. ددې پيسو د ازادولو او ترلاسه کولو لپاره د يو شمېر تالب پلوو مظاوکړ او يا په نړيوالو سټېجونو کې عذر و زارۍ کول، په حقيقت کې زمونږ په تاوان دي. دا ځکه چې د پيسو د ازادېدو په صورت کې هيڅکله هم د نغدو بانکي چېکونو په توګه افغانانو ته نه ورکول کېږي. دا پيسې به د ملګرو ملتونو سازمان او يا په افغانستان کې د نورو فعالو نړيوالو خيريه بنسټونو له لارې د يوې بوجۍ خوسا غنمو، بوينو غوړيو او يا خزندو وهلو لوبيا او نخودو په بڼه د ګوتو په شمار افغانانو ستوني د لنډمهال لپاره لامده کړي. خو تر دې لنډمهالې ګولې، د يوې ښې موخې په پار، ددې پيسو کنګل کېدو ته هماغه اوږدمهاله تمه هم ښه ده. بل پلو، که فرض کړو دا پيسې نغدې په افغانانو وويشل شي، نو په رياضيکي محاسبې شاوخوا 100-150 ډالر سړي سر رسېږي. سل – يو نيم سل ډالر چې د ورځې يو ډالر مصرف هم ونيسو، نو ايله سل – يو نيم سل ورځې به وشي. په دې حساب مونږ د تېرو څو لسيزو بانکي تکيه په درې مياشتو کې په نيمه ګېډې لولپه کولای شو!
– ددې پيسو لويه برخه او که مبالغه ونکړم، نو تر 96٪ زياتې يې په تېرو شلو کلونو کې زېرمه شوې وې. که له واقعيت سترګې پټې نه کړو، دا پيسې د همدې امرېکا د مستقيمو او غيرمستقيمو مرستو په برکت يوولس رقمي عدد ته رسېدلې وې. کنه نو د تالبانو د تېرې دورې زېرمه شوو پيسو سره دې پرتله شي، چې هلته څومره وې او دلته څومره؟ هغه وخت چې دا پيسې د افغانانو د هډوکو په شپيېلو زېرمه کېدې، تالبانو حتی ددې پيسو په ونډه جوړو شوو پلچکونو او سرکونو هم ترحم نه کولو. د يوې شېبې لپاره فکر وکړئ، که هغه مهال تالبانو وسله واله جګړه نه کولای يا يې هم د همدې وسله والې جګړې په ترڅ کې عامه بنسټونه نه وای ويجاړ کړی، نو اوس به دا زېرمه څومره وای؟ البته د عامه بنسټونو ويجاړول ددې زېرمې په لوړاوي کې مستقيمه اغېزه نه لري، خو بيا هم که چېرې د پخواني دولت پيسې د تالبانو په لاسونو په څو ځل ويجاړو شوو بنسټونو نه لګول کېدای، له شک پرته اوس به ددې پيسو فيصدي تر دې اوسنۍ هغې لوړه وای.
– څه موده وړاندې د خوړو نړيوال سازمان اجرايه مشر؛ ډېوېډ بيسلي په يوه ټويټ کې ادعا وکړه، چې د اېلن مسک 2٪ سرمايه (چې شپږ ميليارده ډالر کېږي) د ټولې نړۍ ولږه له منځه وړلای شي. اېلن مسک چې په حاضرځوابۍ او زيرکۍ کې نوم لري، سمدسمتي ځواب ورکړ، چې [دا ګز، دا ميدان!] نوموړی همدا اوس حاضر دی، چې په ټېسلا شرکت کې د شپږ ميلياردو ډالرو په ارزښت ونډه وپلوري، خو په دې شرط چې د خوړو نړيوال سازمان ورته ثابته کړي، چې څنګه په شپږو ميلياردو ډالرو د ټولۍ نړۍ ولږه له منځه وړای شي؟! اېلن مسک دا ټينګار هم وکړ، چې WFP بايد داسې ساده طرحه وړاندې کړي، چې ټول خلک پرې پوه شي. ډېوېډ بيسلي که څه هم د يوه کال لپاره، په ورځ کې د يو وار خوړو په سر د 43 امرېکايي سنټو لګولو يوه غيرمعقوله طرحه وړاندې کړه، خو بيا هم په اوږدمهال کې دا طرحه د عملي کېدو وړ نه وه او نه پرې هم نړيواله ولږه له منځه وړل کېدای شوه. اوس که تالبان هم ددې پيسو د ترلاسه کولو ټټر وهي، نو ملت ته دې داسې رښتينې او عملي طرحه وړاندې کړي، چې دا د زړه په وينو راټولې شوې پيسې له مصرفولو وروسته، څنګه او په څومره وخت کې بېرته سپما او زېرمه کېدای شي؟!
– که چېرې خدای مکړه، په يوه حقوقي دعوه کې دا پيسې له لاسه ورکړو، د يوه افغان په توګه چې د افغانستان لپاره ددې پيسو شتون راته ډېر مهم دی، ځورېږم، خو که چېرې تالبانو ته ورکول کېږي او د هغوی له خوا له کوم رښتيني، معقول او عملي پلان پرته لګول کېږي، نو بيا يې تر ازادېدو کنګل کېدو ته خوښ يم.
– متحده ايالات بايد درک کړي، چې دا پيسې يوازې د افغانانو دي. دوی بايد تالبان ددې پيسو د حاکمانو او څښتنانو په تباي ونه پېژني. دا پيسې دې افغانانو ته تر هغه وخت پورې کنګل او د بل هر درېمګړي لاس دې ترې لرې وساتي، چې ترڅو پورې يې د لګولو لپاره رښتينې، معقولې او عملي لارې چارې نه وي تضمين شوې.
پايله:
په دې کې شک نشته چې اوسمهال افغانستان په خورا بد اقتصادي او بشري ناورين کې ښکېل دی. له دې ناورين نه د وتلو لپاره د افغانستان کنګل شوې پيسې لګول، هيڅکله هم معقوله حل لاره نه ده. ددې پرځای بايد داسې لارې چارې ولټول شي، چې هم سيخ خوندي شي او هم کباب نه وي سوځېدلي.