د يوې سرشمېرنې له مخې مسلمانان په نړۍ کې مخ پر زیاتېدو دي لامل يې دا په ګوته شوی چې عام مسلمانان فکر کوي زیات اولادونه را وړل ثواب لري، قران هم دا ویلي او رواياتو کې هم د هغو ښځو فضیلت ته اشاره شوې چې زیات اولادونه زېږوي.
زما خپله تجربه دا راښيي چې په مسلمانانو کې دا فکر رښتيا هم ډېر عام دی، ډېری مسلمانان پر دې باور لري او که په اقتصادي لحاظ هر څومره کمزوری ژوند لري بیا هم د اخروي ثواب په نیت دنیاوي ستړیا زغمي او له زیاتو نه د زیاتو اولادو زېږولو کوښښ کوي. ان له خپلو ملګرو که مې چا ته ویلي چې دا زیات اولادونه مه پيدا کوه، تر بحث او لازمي پوښتنو مخکې يې بس دا ځواب راکړی چې راوړل يې پر موږ او ساتل يې پر الله.
خو که دا خبره لږ سره وشاربو چې ایا رښتيا هم الله د زیاتو اولادو امر کړی یا هم حدیثو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم زیات اولادونه د فضیلت نښه بللې؟ نو تر لږ اخوا دېخوا کېدو وروسته به د دې فکر لرونکی هم دا حقیقت ومني چې ښکاره قران کې داسې شی نه شته او نه هم کره نبوي حدیثو کې دې لورته اشاره شته. له قرانه د پام وړ یو ټکی دا دی چې قران مکیان له دې امله غندلي چې ولې خپلې لوڼې وژني؟ الله پر دې ځمکه هم د دوی او هم يې د اولاد لپاره د روزۍ انتظام کړی.(الاسراء: ۳۱) مګر يو شمېر کسان دا ايت یا د مکیانو پر عمل نیوکه ناسم ځای استعمالوي، په دې ايت کې د الله هدف هيڅکله دا نه دی چې ګواکې زیات اولادونه دې راوړي او یا دا ښه کار دی، بلکې هدف دا دی چې کوم انسان پيدا شي بیا يې په مختلفو بانو له منځه وړل ناروا او غیر انساني و غیر شرعي کار دی. اصلا له دې ايت څخه د دوی فکر ناسم ليد لوري ته تللی چې بیا په عمل کې یې زموږ ټولنه له يو شمېر ستونزو سره مخ کړې ده.
په دويم قدم کې هغه ناسم او بې اصله روايات دي چې د زیات اولاد راوړونکي د خپل عمل لپاره پرې تکیه کوي. تر ټولو مشهور او لاس پر لاس کېدونکي يوه روايت ته مو پام غواړم:
” تَزَوَّجُوا الْوَدُودَ الْوَلُودَ، إِنِّي مُكَاثِرٌ الْأَنْبِيَاءَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ “ (مسند احمد: ۱۲۶۱۳)
ژباړه: مینه کوونکې او اولاد زېږونکې ښځې په نکاح کوئ، ځکه زه به په قیامت (په همدې زیاتوب) پر انبیاؤ فخر کوم.
دا روايت په لږ او زیات تغییر د حدیثو په مشهورو کتابونو کې راوړل شوی، خو د حدیثو د روايتي او درایتي اصولو موافق کره او صحیح نه دی. د ذکر شوي روايت په سند کې خلف بن خلیفه راوي دی چې د سند مدار يې پر همده دی، لکن دا راوي د باور وړ نه دی. د جرحې او تعدیل په کتابونو کې يې په اړه يو شمېر نظرونه نقل شوي چې د نوموړي باوريتوب يې له منځه وړی. محمد بن عبد الله بن عمار وايي: د حدیثو خاوند نه وو البته له دې سره-سره پروا نه کوي. ابو حاتم ویل چې صدوق دی. ابو احمد بن عدي ویل: امید لرم چې د «لاباس به» مقام ولري خو له دې يې هم نه بري کوم چې په رواياتو کې يې تېروتنې نه در لودې، بلکې په يو شمېر رواياتو کې خطا شوی هم دی. بخاري په خپل صحیح کې ترې روايات نه دي نقل کړي او د امام حاکم په وینا مسلم هم يوازې د متابع یا شاهد په ډول ترې نقل کړی. د محدثينو دا څرګندونې د مزي په تهذیب الکمال او د ابن حجر په تهذیب التهذیب کې نقل شوې، زیات تفصیل دې هملته وکتل شي.
له دې بیانه ښکاري چې راوي کمزوری دی او باور پرې نه شي کېدای اوکه د«لاباس به» مرتبه يې ثابته وبولو هم یوازې په هغو ځایونو کې د اعتبار وړ دی چې شاهد واقع شي نه په خپله راسا د حکم ثابتونکی، څنګه چې دلته شاهد نه بلکې د يوې مسلې اثبات په همده کېږي نو د اصولو له مخې اعتبار نه لري.
د یاد روايت د شاهد په ډول یو بل روايت ابوداؤد او نسايي له معقل بن یساره کړی چې يو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی وې ویل: يوه بانسبه او ښایسته ښځه چې اولاد يې نه کېږي غواړم نکاح کړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځنې منعه وکړه او درېيم وار يې ورته وویل: مینه ناکې او زیاتې اولاد زېږونکې ښځې نکاح کوئ زه به په تاسو فخر کوم.
البته دا روايت هم کره او صحیح نه دی، د مستلم بن سعيد په نوم يو راوي يې حدیث پوهانو تر نقد لاندې نیولی چې د سند مدار يې پر همده دی، له دې امله ویلای شو چې روايت کمزوری، ضعيف او په مجموع کې د دلیل راوړلو وړ نه دی.
پاس مو د زیات اولاد را وړلو د هغې ديني جنبې حقیقت واضح کړ چې له امله يې مسلمانان د زیات اولاد را وړلو مینه وال دي او وو. لکن له ديني اړخه هاخوا که د عقل په تله دا چاره وتلو نو زیاتې نیمګړتياوې او د نقد وړ ټکي لري. زیات اولاد راوړل په طبي لحاظ مېرمن کمزورې کوي. د اولاد لازمې او سمې روزنې و تربیې ته نه پلار او نه هم مور لازمه پاملرنه کوي. زموږ د ټولنې چې زیاتره وګړي يې بې وزلي او یا هم د اقتصاد له مخې مازې ګوزاره کوي ټولنه له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي چې دا اړخ يې بیا بل ناورین زېږوي. غلاوې، رشوتونه، کورنو ته اوښتل، ناسم کار و بار، د پورونو ځنډول، سود اخیستل او نوري شته ستونزې له همداسې ځایونو را پيدا کېږي چې تر دا مهاله د زیاتو اولادونو مینه والو دې ټکي ته پام نه دی کړی.
۲۰۱۶
ښه او کره معلومات وه، الله ج دي اجرونه درکړی.
ورور جانه!
هیله ده په منفی بافی تورن نه سم؛
د اولادونو د ډیرښت یا کمښت مسئله له ډیرو کونجونو څخه د بحث او تحلیل وړ ده.
د دینی ( اسلامی عقیدې ) په لمنه کی خو دا مسئله اصلاً حل ده ځکه مسلمان اصولاً معتقد دئ چی ” رازق ”
او ” رب ” یعنی مربی الله پاک دئ.
امّا
له عاطفی او اجتماعی او اقتصادی او روحی او …. نظره هم د اولادونو د ډیرښت ارمان یو ښکلئ او مطلوب ارمان دئ.
انسان یو ښکلئ مخلوق دئ ( د خلقت په بڼ کی ئې کثرت سترګی یَخَوی لکه څنګه چی د مېوې یا ګُلانو په بڼ کی د ګُلانو یا مېوې کثرت او ډیرښت سترګی یَخَوی ).
او
که یو څوک دا استدلال وکړی چی مثلاً ” کثرت ” مهم نه دئ بلکه ” کیفیت ” مهم دئ، ددې استدلال د صِدق او تصدیق په هکله د ټول بشریت مسئولانه احساس نغښتئ دئ نه د یوې خاصی فرهنګی – مذهبی ټولنی مسئولانه احساس.
د نفوس ډیرښت د یوې ټولنی یا هیواد یا حتی ټولو نړیوالو لپاره یو ډول ارزښت او برکت ګڼل کیږی چی کېدای سی د ټولنی او فرد فرد پر هراړخیز وضعیت باندی ژوره او پراخه اغیزه ولری چی وضاحت ته ئې اړتیا نسته.
خبره د مسلمان یا هندو یا بودائی د ” نفوسی ” تفکر په څرنګوالی کی نه ده بلکه خبره دا ده چی:
استعماری او امپریالیسټی افکارو او کړنو د ټول بشریت د روزنی او تربئې پر کیفیت باندی بد سیورئ خپور کړی دئ که نه بشر فطرتاً د ټولنی یا ټولنو په چوکاټ کی د پراخ متقابل زغم استعداد لری.
لنډه دا چی:
دا به یوه ناعادلانه توصیه وی چی:
په جګړه او قحطی او طبیعی آفاتو کی به د دریمی نړۍ مسلمان او غیر مسلمان وژل کیږی او له بلی خوا به په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه د اولادونو د تعدد د محدودیت مسئله هم پر تپل کیږی.
او
دا خو بیخی ظالمانه کړنه ده چی:
غربی حکومتونه خپلو خلګو ته د اولاد د پیدا کېدو په پار رسمی امتیازات ټاکلی دی خو زما خلګو ته kondom
را لیږی څو د وطن د نفوس د ډیرښت مخه می ونیسی ضمناً دا اجازه هم نه راکوی چی یو صالح او وولسی حکومت ولرم ( د صالح او وولسی حکومت او حاکمیت په سیوری کی د اولادونو د ډیرښت مسئله اصلاً د تشویش وړ خبره نه ده بلکه ډیری ډیری ښېګڼی او برکتونه پکی نغښتی دی ).
که څنګه؟
ښاغلی غلام حضرت صاحب سلامونه، عزتمنده ستاسی تبصری می ډیری خوښیږی، باور وکړه چه په تاند کی زه ستاسی تبصری په غور او خوند سره لولم.
په دیی تبصره کی ستاسی نظر هم معقول دی. خو ښاغلی زبیر افغان ډیر تاکید د مېرمنو کمزورتیا ته اشاره ده او هم اقتصادي کمزورتیا ته اشاره ده.او بل د اولاد لازمې او سمې روزنې و تربیې ته نه پلار او نه هم مور لازمه پاملرنه کوي.
ځمونږ په ځینو وړاندی او خصوصآ په غرنیو او بانډیزو علاقو کی چه ډیری میرمنی د ولادت په ورځ خپل ژوند دلاسه ورکوی، ځکه هلته د نسایی ولادی کلینک وجود نلری، هلته نړسه یا داکتره وجود نلری، هلته سرک او موټر وجود نلری. حتی اوریدلی می دی چه د غرنیو علاقو خلک په اولاد مریضه میرمن په کټ یا چپرکټ کی د خرابو لارو او تړنګونو له کبله کلینیک ته نشی انتقالولای. د هغوی انتقال د یو اوږد بازو یا لرګی د لاندی ځوړندوی او کلینک ته یی رسوی. خو متآسفانه چه کلینک ډیر وړاندی وی د لاری په اوږدو کی میرمن د سخت تکلیف، او کمی انرژی د لاسه خپل ژوند دلاسه ورکړی.
ماته یو ځوان څوکاله دمخه وویل چه د کنړ ولایت، غاری اباد ولسوالی، د ده رین دریی په کوشتوز کلی کی په یوه میاشت کی 28 میرمنو د ولادت په وخت کی خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. دا ولی دا ځکه خلک غریب دی، د میرمنی کمزوری ( ویټامین، پروتین، مینرالونه) چه زیاتره د اوسپنی کمبود ډیر احساس کیدو او داسی نور.
زه د دغه ځوان په خبره د ځینو ملګرو سره د دغه واقیعت او غمیزی د معلومولو لپاره د جلال اباد څخه د غازی اباد ولسوالی ته او بیا د مرکز څخه د ۷ اوه ساعته پیاده روی وروسته دغه د کشتوز کلی ته ورسیدو، بیا مو د کشتوز محترمو خلکو او اولسونو څخه پوښتنه وکړه. کوم ځوان چه ماته لمړی په دغه هکله معلومات راکړی وه هغه سل په سلو کی ریښتیا وه. حتی په دغه هکله می لا زیاتی د نه زغملو او دردوونکی خبری واوریدی.
مننه
ګران او محترم ع. افغان وروره!
دا ډول بحثونه ډیر ابعاد لری چی هر بُعد ئې ځانته خپلی د منلو وړ ځانګړتیاوی لری. ستاسی دلائل هم پر واقعیت بِناء دی.
بله دا چی:
په یو شنبه بازار کی که د تازه یا ناتازه ګندنې د خرڅوونکی کوم مشتری او خریدار د هغه د ګندنې توصیف وکړی نو ددې توصیف خوښی د اولادونو د مور ( میرمنی ) سره هم شریکوی او څو ساعته یا ورځی ئې خوله د خوښۍ اوبه کوی.
ډیره مننه ستاسی د لطف او پاملرنی او توصیف څخه کوم چی زما غوندی غریب ګندنه فروش په هکله مو کړیدئ.
په د موضوع کي يوه ټوکه ده چي پنځوس کاله زړه ده له لوستونکو سره يي ګډه وم:
ديوه اندړ له خولي مي داسي واوريده:
وايي په ژمي کي د سهار له لمانځه نه ورسته يو هلک جمات ته را ننوت او خپل پلار ته چي د جمات خادم وو وويل چي لا لا لا لا زيری مي درباندي په کور کي بل هلک پيدا سوټولو خلکو خادم ته مخ ور واړاوه مبارکي وويله چي په د وخت د جمات ملا مخ خادم ته مخ را واړاوو چي وه بدبخت خادمه تاته چا ويل چي دوره ډير وزيږه وه دا زما د آزان وجره چي د هلک په غوږ کي بي کوم څوک راکوي ډودي خو يي لا پريږده