یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهجمعیت ګوند وايي د افغانستان شتمني دې کنګل پاتې شي

جمعیت ګوند وايي د افغانستان شتمني دې کنګل پاتې شي

تاند (دوشنبه، د دولوې ۲۵ مه) د اسلامي جمعیت ګوند له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ګوند تر هغو چې طالبان په افغانستان کې واکمن وي، د افغانستان د بانکي شتمنۍ له ازادېدو سره موافق نه دی او دا پیسې باید داسې حکومت ته وسپارل شي چې دغه ګوند ته د منلو وي.

جمعیت ګوند په عین حال کې په دې خپګان ښودلی چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنیو یوه برخه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د حملو قربانیانو ته ځانګړې شوې دي.

دا ګوند وايي، دا پرېکړه په دې خاطر د ژورې خواشینۍ ده چې د سپټمبر په بریدونو کې هیڅ افغان لاس نه درلود.

دغه ګوند ویلي، تر څو چې په افغانستان کې یو مشروع او منتخب نظام رامنځته کېږي، د افغانستان ټولې کنګل شوې  پیسې دې وساتل شي.

څرګنده نه ده چې اعلامیه د اسلامي جمعیت ګوند په کومه څانګه پورې تړاو لري. دا ګوند په وروستیو کې په دوو برخو ووېشل شو چې د یوې مشري صلاح الدین رباني کوي او د بلې عطامحمد نور.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د صادر شوي فرمان پر اساس، په امریکا کې د افغانستان ۷ ملیارد ډالره کنګل شوې پیسې په دوو برخو ووېشل کېږي چې یوه یې په افغانستان کې پر بشري چارو لګول کېږي او بله د سپټمبر د تروریستي حملو د قربانیانو خپلوانو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي.

خو هماغسې چې د جمعیت ګوند په اعلامیه کې ویل شوي، اکثره افغانان او حتي ځینې امریکایان دا پرېکړه نامنصفانه بولي او وايي چې د سپټمبر د تروریستي حملو ټول عاملان د عربي هیوادونو وګړي وو، نه افغانان او د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن هم په پاکستان کې ووژل شو.

1 COMMENT

  1. دا خو نن ورځ ندی ! تاسو خو همیشه د افغان او افغان اولس دښمنان یاست د خپل قدرت لپاره مو هر کار کړی دی او دا یې سبوت دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب