جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمجاهد: که امريکا د بانکي زېرمو اړوند پریکړه وانخلي، موږ به یې...

مجاهد: که امريکا د بانکي زېرمو اړوند پریکړه وانخلي، موږ به یې په اړه خپله پالیسي وارزوو

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ، چې که د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن د افغانستان د بانکي زېرمو د برخليک په اړه خپله پرېکړه بدله نه کړي، دوی به د امریکا پر وړاندې پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.

طالب وياند په دې اعلاميه کې د يادې بانکي زېرمې په اړه د ولسمشر بایډن پریکړه د افغانانو پر حق څرګند تېری او په افغانستان کې د ده په ټکیو د امريکا پر جنایتونو د پردې اچولو هڅه ګڼلې ده.

 بایډن پریکړه کړې، چې د امريکا په مرکزي بانک کې د افغانستان د ایسارې او کنګل شوې بانکي زېرمې د ۷ ميليارده ډالره نقدو پيسو څخه ۳ نیم میلیارده ډالره یې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو او همدومره نور يې په افغانستان کې بشري مرستو ته ځانګړې شي.

دا پریکړه د افغانانو او نړیوالو له پراخو منفي غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

معلومه نه ده، چې د امريکا پر وړاندې د طالبانو د پاليسۍ د غور خبرداری به پر امريکا څومره اغېز ولري؟

امریکايي چارواکو له دې اړخه زیاتیدونکو توندو نيوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...