Homeخبرونهکونړ: ۴ مياشتو کې د یوې کورنۍ دوو تنکيو زلميانو ځانونه وژلي

کونړ: ۴ مياشتو کې د یوې کورنۍ دوو تنکيو زلميانو ځانونه وژلي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې ځايي خلکو ويلي، چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ دوو تنکيو ځوانانو ځانونه وژلي دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي ځلاند ساپي ويلي، چې دغه ځوانان ارشاد او هېواد نومېدل.

د هغه په وينا، څلور میاشتې مخکې ارشاد ځان وژلی و، خو تازه یې کشر ورور هېواد هم ځان وژلی دی.

نوموړي د پېښې لامل نه دی ښودلی.

ځایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کونړ کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د ړنګ شوي ملي پوځ یو شمېر سرتیرو هم ځانونه وژلي وو.

د هغوی د ځان وژنې دلیل وزګارتیا او اقتصادي ستونزې ښودل شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...