یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهبایډن ته د ۴ زره افغان ښځو لیک، د سپټمبر پېښې تاوان...

بایډن ته د ۴ زره افغان ښځو لیک، د سپټمبر پېښې تاوان موږ نه مه اخله

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د افغانستان د ښځو یو شمېر بنسټونو د شاوخوا څلور زره افغان ښځو په استازيتوب د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن ته لیک لیکلی او ترې غوښتي، چې د افغانستان د کنګل کړې بانکي زېرمې څخه د امریکا د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان اخيستو پریکړه بیرته واخلي.

 ياد شوی لیک څه باندې سلو افغان ښځو لاسليک کړی او پکې ټینګار شوی، چې د افغانستان له بشري ناورين سره هم مهاله، نه بايد امریکایي ولسمشر پر خپلې دې پریکړې ودريږي.

د افغان ښځو شبکې غړې شمایل زارع ويلي، چې د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې څخه د يادې پېښې قربانيانو ته د درې نیم میلیارده ډالرو تاوان بېلول یوه ظالمانه او د نه منلو وړ پریکړه ده.

افغان ښځو په دې ليک کې د افغانستان بد اقتصادي او بشري وضعيت ته په اشارې سره، له متحده ايالاتو دا هم غوښتي چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې ترسره او زیاتې کړي.

پرون د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوه خبري کنفرانس له لارې له امريکايي ولسمشر څخه وغوښتل، چې خپله یاده پریکړه بیرته واخلي.

حامد کرزي له طالبانو هم وغوښتل، چې د کنګل شوې بانکي زېرمې د خلاصون په صورت کې يادې پيسې خوندي وساتي او په هیڅ برخه کې دې نه مصرفوي.

2 COMMENTS

  1. انشاءالله تعالی دغه د افغان ځوريدلي کړيدلي ولس د خولې ډوډۍ به د يويشتمې پيړۍ د فرعون غرقيدو او له منځه تلو سبب کيږي. دوۍ شل کاله زموږ ولسونه ووژل او ددې په ځای سي بښنه ورنه وغواړي د بشريت دښمن د خپلې ماتي غچ په دې ډول اخلي. اللهﷻ د يې ورته په وينو ولړي وياړ په افغان خويندو ❤️❤️❤️

  2. Joe Biden FIRST MISTAKE;
    .HE GETOUT MILITARY FORCE FROM AFGHANISTAN,ONE SYSTEM OF GEVERNMENT SPREADED.
    NOW WANT GIVE AFGHANS STORAGE MONEY TO AMERICAN.
    BY THIS CHEATING HE CAN NOT MAKE HAPPY AMERICANS.
    THIS IS AFGHAN NATION PROPERTY.
    JOE BOIDEN JELLUS.BECAUSE HE LOST IN AFGHANISTAN BY WRONG DECISION.
    I HOPE US JUSTICE DEPARTMENT MAKE FEARLY DECISION.
    United States SENAT ALSO WILL DO POSITIVE ACTION.
    WHERE HUMAN RIGHTS CAN SHOWUP SELF.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب