یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپوهنې وزارت د نجونو د زده کړو د‌ بيا پيل طرحه اعلان...

پوهنې وزارت د نجونو د زده کړو د‌ بيا پيل طرحه اعلان کړه

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند مولوي عزیزاحمد ریان له دې هیله مندۍ سره، چې په راتلونکي پسرلي کې به د ټولو نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانيستل شي، د تعليمي نظام په اړه د طالبانو د طرحې جزييات روښانه کړل.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې وويل، چې د نوې طرحې له مخې د نجونو او هلکانو ښوونځي او ټولګي سره جلا شوي او نجونو ته به ښځينه استادانې تدريس کوي.

مولوي ريان د تعليمي نصاب په اړه ويلي، چې دستي پکې د بدلون کوم پلان نشته، خو په راتلونکو کلونو کې به د اجتماعي مضامینو ځینې برخې په هغه صورت کې جزوي بدلونونه ولري، چې د ده په ټکیو له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

د ويجاړو شويو او بې تعمیره ښوونځيو لپاره د نویو ودانیو جوړول، د خیالي استادانو او ښوونکو څېړنه او په ټوله کې د تعلیمي نظام ارزونه د طالبانو د پوهنې وزارت نور کاري لومړیتوبونه ګڼل شوي.

 د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند دا هم وويل، چې د ښوونکو معاشونه ناڅیزه دي او د بهرنيو مرستو د جذب په صورت کې به ېې د زیاتیدو هڅه وشي.

 هغه په دې اړه يونيسف سره د خبرو خبر ورکړی او هیله مندي یې ښودلې، چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به د ښوونکو معاشونه يو څه زيات شي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ښځينه او نارينه زده کوونکو ښوونځي په جمهوري نظام کې هم سره جلا وو او يوازې د اړتيا په صورت کې لوړ عمره ښوونکو نجونو زده کوونکو ته تدريس کاوه.

د طالبانو له واکمنیدو سره، له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو او ښوونځيو زده کوونکي له زده کړو محرومې شوي، چې له امله یې پر طالبانو توندې نیوکې شوي دي.

طالب چارواکو بیا ویلي، چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي، بلکې د لازمو شرايطو تر برابرولو یې د نجونو ښوونځي د موقت وخت لپاره تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب