دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهکابل کې د مېنانو ورځ، ط یې د نمانځلو ممانعت کړی دی

کابل کې د مېنانو ورځ، ط یې د نمانځلو ممانعت کړی دی

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د فبرورۍ څوارلسمه ( د ولنټاین) يا مېنانو ورځ نن د نورو کلونو په شان بيا په کابل کې نمانځل کېده، خو طالبانو يې ممانعت کړی دی.

نن سهار په ټولنیزو رسنیو کې د کابل ښار د درېیمې ناحېې اړوند له پل سرخ سیمې څخه د لويې لارې پر سر د ولنټاین د پوکڼیو او نورو نښو د نصبولو عکسونه خپاره شوي وو.

له دغو عکسونو څخه څو ساعته وروسته خپرو شويو عکسونو څرګنده کړه، چې د طالبانو ځواکونو د ولنټاین لګول شوې نښې له منځه وړي او د مېنانو ورځې د نمانځلو ممانعت یې کړی.

ځایي خلکو ويلي، چې طالبانو د دې ممانعت دليل د غربي فرهنګ پر وړاندې مخالفت ښودلی.

طالبانو د یادې ورځې نمانځنه د غربي فرهنګ تقلید ګڼلی، خو چارواکو او وياندويانو یې د يادې ورځې د ممانعت په اړه په ښکاره څه نه دي ويلي.

د ټولنيزو رسنيو یو شمېر فعالانو غ طالبانو دا کار نقد کړی او ځینو یې هرکلی کړی دی.

2 COMMENTS

  1. ښه يې کړي افغان ولس له لوږې او د نړيوال امپرياليزم له خوا ورنه ددوۍ د خولې ګوله اخيستله کيږي خو ځيني د غرب غلامان خيټه ماران غربي خباثتونه لمانځي. ?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب