دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت د تاجکستان او ازبکستان پولو ته ۱۰ زره ځواکونه لېږي

دفاع وزارت د تاجکستان او ازبکستان پولو ته ۱۰ زره ځواکونه لېږي

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۵مه) راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت د هیواد شمال ته د تاجکستان او ازبکستان پولو ته ۱۰ زره وسله وال ځواکونه لېږي.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د اسلامي امارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت نن (دوشنبې) وویل چې لس زره ځواکونه به هغو ولایتونو ته ولېږي چې له تاجکستان او ازبکستان سره پوله لري.

ده زیاته کړه «د ناټو او امریکا په مدرنو وسلو او تجهیزاتو سمبال لس زره ځواکونه د شمال او شمال ختیځ ولایتونو ته لېږل کېږي چې د هر ډول پوځي اقدام لپاره تدابیر ونیسي.»

قاري فصیح الدین دا هم وویل چې په لنډ ممکن وخت کې به جنګي الوتکې هم د دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره چمتو شي.

د افغانستان بلخ ولایت له ازبکستان سره پوله لري او له تاجکستان سره بیا بدخشان، تخار او کندوز ولایتونه پوله لري.

طالب چارواکي اندېښنه لري چې ممکن د دولت وسله وال مخالفان، چې ځان د ملي مقاومت حبهه بولي او ډېری غړي یې په تاجکستان کې دېره شوي، د هوا له تودېدو وروسته په بدخشان، تخار او کندوز ولایتونو کې حملې پیل کړي.

ظاهراً طالبان د ترکمنستان او ایران له لورو افغانستان ته د ناامنیو د غځېدو اندېښنه نه لري.

لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، چې د پنجشېر په فاتح هم مشهور دی، په خپله هم د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب