دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+امریکا په رڼا ورځ په غلا لګیا ده

امریکا په رڼا ورځ په غلا لګیا ده

احسان الله ارینزی
زما لور وحیدی ارینزی په خپل فیسبوک پاڼه لیکلی چی (امریکا په رڼا ورځ په غلا لګیا ده)!
ريښتیا خبره دا ده چی په امریکا د سپتمبر ۱۱ بریدنه ډیر پیچلی او استخباراتی اړخونه لری. کومی الوتکی چی په دی هیواد کی، ممنوعه سیمو ته ننوځی، باید د ډیرو خفیه بنسټونو کودونه ولری. په هر صورت که حتی دا ومنو چی دا برید بهرنی و، هغه عاملین خو ټول د سعودی (ډیر)، مصر، لبنان او احتمالا اماراتو عرب وو. اوس یی د افغانستان بیوزله او جګړو ځپلی خلک ولی باید تاوان ورکړی؟
امریکا د هغه برید په غچ کی لومړی په افغانستان پوځی تیری وکړ او شل کاله یی دلته په خلکو اورونه او بمونه واورول او دلته یی داسی غله، غاصب، فاسد، غلط او بیوطنه تنظیمی او مدنی کسان واک ته ورسول چی د دین، عقیدی، جهاد، وطن، تاریخ، ملی نوامیسو او د خلکو د هیلو او ارمانونو په ځای یی، خپلی شخصی او تنظیمی ګټی و پاللی او دی هیواد ته یی د لومړی درجه فاسد دولت ویاړ وباښه.
ښکاره خبره ده چی امریکا او شریکانو دلته ښه په نره ماتی خوړلی ده. مستر بایدن اوس د دی تاریخی ماتی کسات د افغانستان له خلکو څخه اخلی او پیسی یی احتمالا په هغه کورنیو ویشی چی افغانان یی په بدمرغئ کی هیڅ ونډه نه لری.
مات غرور په دی هڅو نه شی سمیدلای، دا ماته به د امریکا په تاریخ کی تر ابده د پند او عبرت یو فصل وی؛ خو د امریکا خلک اوس باید دی اخلاقی فضیحت ته ( نه ) ووایی او پری نه ږدی چی یو بی عاطفی ولسمشر دوی ته بل تاریخی شرم او پیغور جوړ او په رڼا ورځ غلا وکړی!

1 COMMENT

  1. د تعجب ځای دی چی روشن فکره افغانان لا تر اوسه د غفلت په خوب بیده دی او درک نشی کولای چی ولی پدی حساس وخت کښی ناڅاپی ساختګی ډالرو تاریخ دانان را پیدا شول او خپلی حنجری د قلم په وسیله د یحیی کورنی او امان الله خان په باره کښی د فریبی لپاره چیری کوی ایا ددی څخه ددی مضرو هدف څه دی او په کوم جرأت سره د افغان جرمن = جرمن امریکن پورتال ددوی دی خائین اقدام لپاره په تام خدمت کښی دی؟؟؟ او همدارنګه دا روشن فکران نشی متوجه کیدای چی جوی بایدن د افغانستان بادار په حیث دده داخائین علنی اقدام ولی په کوم جرأت سره تر سره کړو او همدارنګه د جوی بایدن دی لعنتی اقدام په هکله ولی پنجابی پاکستان په جرأت سره اظهار کوی چی د افغانانو لپاره د امریکا له خوا نیمائی ډالر هم د افغانانو نیمی خیټی لپاره کفایت کوی؟؟؟ امریکا او انګلیس د ظالم شوروی یرغل ( د خپلو ګوډګیانو په وسیله ) څخه د افغانانو پر ضد سوء استفاده ( د پنجابی پاکستان په تام کومک سره ) وکړه او اوس د امریکا عصری مستعمری پلان د تربیه شوو تنظیمونو او تربیه شوو طالبانو او خاص تربیه شوو دیموکراتانو او د ډالرو تاریخ دانانو په کومک د افغانستان باره کښی تکمیل شوۍ دی او امریکا فعلآ ځان مطمئین ګوری چی افغانستان نور د پخوا په شان افغانستان نشی پاتی کیدای او غیرتی ملت ئی د خپلو غلامانو په وسیله ورځ تر بلی د غربت سره په ښکاره مخامخ کولای شی او د افغان غیرتی ملت د مکملی ملت تباهی لپاره ئی جاهلترین او وحشی ترین تربیه شوی طالبان په ډرامائی شکل سره رامینځ ته کړی دی او خائین کرزۍ او عبدالله عبدالله جاسوسان دستوری د طالبانو سره پاتی شوی دی او د افغان غیرتی ملت راتلوونکۍ نا معلوم دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب