دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبریتانیا: نیم میلیون افغان پناه غوښتونکي د اروپا او زموږ پر لور...

بریتانیا: نیم میلیون افغان پناه غوښتونکي د اروپا او زموږ پر لور را خوځيدلي

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیم میلیون افغان پناه غوښتونکي له افغانستان څخه د اروپا او بریتانیا په هدف خوځيدلي، چې دا د اندیښنې وړ وضعيت دی.

د ياد شوي وزارت وزیرې مېرمن پريټي پاټل د هېواد د استخباراتي راپورونو په حواله يې ويلي، چې د دغه وضعيت د مخنيوي لپاره یې یو شمېر هېوادونو سره ګډې هڅې پیل کړي.

د بریتانوي وزیرې په وینا، کاناډا، اسټراليا، امريکا متحده ايالات او نیوزیلنډ هغه هېوادونه دي، چې بریتانیا ورسره استخباراتي ایتلاف رامنځته کړی، څو د کډوالو د ور روان سېلاب د مهارولو په اړه خپل اطلاعات او فعاليتونه سره همغږي کړي.

مېرمن پاټل په ورته وخت کې پر بلاروس نیوکه وکړه، چې له افغان کډوالو څخه د یوې حربې په توګه استفاده کوي او يادو هېوادونو ته د ورتلو اجازه ورکوي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د بشري او اقتصادي ناورين له شدت سره میلیونونه افغانان د هېواد پريښودو په تکل کې دي، چې دغه وضعیت په نړیواله کچه د پراخو مهاجرتونو انديښنه زياته کړې ده.

طالب چارواکي بيا له خلکو غواړي، چې هېواد پرې نه ږدي، ځکه په وینا یې دوی د اقتصادي او نورو ستونزو د حل په هڅه کې دي.

څه موده مخکې یوې نړیوالې رسنۍ راپور ورکړ، چې يوازې د طالبانو د حکومت په لومړیو درېيو مياشتو کې شاوخوا یو میلیون افغانان ایران ته په قانوني او ناقانونه توګه تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب