دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهبدخشان: ط په لومړي ځل يوه ښځينه استازې معرفي کړه

بدخشان: ط په لومړي ځل يوه ښځينه استازې معرفي کړه

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معيز الدين احمدي په دغه ریاست کې د یوې غونډې پر مهال د نيسا مبارز په نوم يوه ښځه د دې ولايت د ښځو د استازې په توګه معرفي کړې ده.

طالب چارواکي په دې غونډه کې ويلي، چې ښځې د طالبانو د حکومت په مختلفو برخو او حتا پوځي برخه کې د اسلامي ارزښتونو له مراعت کولو سره کار کولای شي.

نوموړي له ډېرو جزياتو پرته وويل، چې طالبانو د ښځو لپاره یو مشخص ادرس رامنځته کړی څو ښځې ورسره خپلې ستونزې له ځایي چارواکو سره شريکې کړي.

د بدخشان د ښځو د استازې په توګه معرفي شوې نيسا مبارز پر مخکيني نظام نیوکه وکړه، چې ښځو ته یې د کار زمينې نه وې رامنځته کړې او له دې کبله ډېرې ښځې په نيشه يي توکيو معتاد شوې.

نوموړې معتادو ښځو ته پاملرنه خپل یو مهم لومړيتوب یاد کړ.

په بدخشان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رييس شير احمد جواد وويل، چې ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې ازادي ورکوي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان په ولايتي کچه یوه ښځه، د ښځو د استازې په توګه ټاکي او د ښځو ستونزو ته د رسيده ګۍ دنده ور سپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب