دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د کرزي او عبدالله لیک مو تر لاسه کړی، په غوښتنو...

مجاهد: د کرزي او عبدالله لیک مو تر لاسه کړی، په غوښتنو یې غور کوو

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د طالبانو حکومت تاييد کړه، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکیني حکومت د مصالحې شورا د رییس ډاکټر عبدالله لیک یې تر لاسه کړی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی ګوري چې د دې وړاندیزونو ګټه د افغانستان خلکو او د طالبانو حکومت ته څه ده او که خیر په کې و بیا به عملي شي.

طالب وياند زياتوي، د افغانستان ټول سیاسي مشران حق لري چې د افغانستان اوسني حکومت سره خپلې مشورې شریکې کړي.

 حامد کرزي پرون بيا وویل چې ده او عبدالله په ګډه د طالبانو له حکومت څخه په یوه لیک کې بهر ته د تللو افغان سیاسیونو د بیرته رانګ د زمینه برابرولو غوښتنه کړې ده.

 د طالبانو د وياند څرګندونې په داسې حال کې دي، چې روانه اونۍ د جمهوري نظام يو مهم چارواکی عبدالسلام رحيمي له بهر څخه بیرته کابل ته ستون او د طالبانو له یو شمېر مهمو چارواکو سره ولیدل.

معلومه نه ده، چې د طالبانو غبرګون به د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله لیک ته څه وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب