شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهسپنتا: د امريکا د ملګري ګڼلو له کبله د « شرم» احساس...

سپنتا: د امريکا د ملګري ګڼلو له کبله د « شرم» احساس کوم

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې پینځه ویشتمه)‏ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي يوه نيږدې ملګري او د حکومت نيږدې مقام ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د امريکا د پخواني ملاتړ او ملګري ګڼلو له کبله پښيماني ښودلې او ویلي، چې په دې کار د« شرم» احساس کوي.

ښاغلي سپنتا د امريکا د ولسمشر جوبایډن له لوري د افغانستان د بانکي زېرمو د وېشلو او د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته یې د نېمایي برخې د ورکړې په اړه په خپل توند غبرګون کې دا خبره کړې ده.

هغه دا هم ويلي، چې امريکا بايد په افغانستان او سیمه کې د خپلو وران کاريو تاوان ورکړي.

د سپنتا په وينا، له دې کبله چې ياد شوی هېواد ېې د افغانستان ملګری او متحد ګڼلی، د شرم احساس کوي.

د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو د سياستونو دغه پخواني مدافع سياستوال ويلي، چې بايډن هیڅکله د افغانستان ملګری نه دی او افغانان اوس د امريکا د ناسمو سیاستونو تاوان پرې کوي.

سپنتا پر امريکا تور پورې کړی، چې ۲۰ کاله ېې په افغانستان کې د ترهګرۍ د حضور په نوم تېر کړل، په داسې حال کې چې اسامه بن لادن د دوی خپل سړی و او دوی ملاتړ ورڅخه کاوه.

د يادونې وړ ده، چې ډاکټر سپنتا د حامد کرزي د حکومت په وروستيو کې له هغه سره د امریکا په سر ناندرۍ لرلې.

سپنتا کرزی د خپل ضد د پوره کولو له کبله امريکا سره د امنیتي تړون د لاسليک په مخالفت تورناوه.

1 COMMENT

  1. ته شرم مه کوه، که ريښتیا شرم کوې او نر هم ځان بولې، زهر وخره، دا به ښه وي تر شرمه، لکه تا، ډېر وطن او نامووس پلورنکي زیات دي، دا تاسې وئ چه نن پنخه ملیونه له بووډا نه تر کوچني بې ګناه خلک په نشهيي ټوکو اخته دي او تاسو خپل عیشوونه کول، مخ دې ورک کړه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب