چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهيونيسف: د خوارځواکۍ له کبله د یو میلیون افغان ماشومانو مرګ نيږدې...

يونيسف: د خوارځواکۍ له کبله د یو میلیون افغان ماشومانو مرګ نيږدې دی

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ( يونيسف) خبرداری ورکړی، چې د شدیدې خوارځواکۍ له کبله د يو ميليون افغان ماشومانو مرګ په نيږدې کیدو دی.

دغې ادارې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ماشومانو وضعيت ته عاجله پاملرنه وکړي.

يونيسف په ورته وخت کې وړاندوينه کړې، چې په ۲۰۲۲ کې به ۳،۲ ميليونه ماشومان د خوارځواکۍ له سختې مرحلې څخه ورنځيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه يې ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان سرمنشي آنتونيو ګوترش هم يو ځل بيا د افغانستان د بشري ناورين او سختې لوږې په اړه خبرداری ورکړی.

نوموړي ويلي، چې نیمايي افغانان له سختې لوږې ځوريږي.

نړيوال سرمنشي غوښتنه کړې، چې افغانستان ته بايد د دې وضعیت د ختمولو لپاره هر څومره ژر بشري مرستې همغږي کړل شي.

1 COMMENT

  1. سرمنشي هم غول خوري او د لنډغرو سپي یې هم. هېڅ نه کېږي. دوی ویلي وو چې په ژمي کې یو میلیون کسان د لوږې څخه مري اږ اږس خو یو هم ندی مړ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب