جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد م.م. سرمنشي: د افغان ښځو د بې درکۍ دوام ته اندېښمن...

د م.م. سرمنشي: د افغان ښځو د بې درکۍ دوام ته اندېښمن یم

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونيو ګوترش په يوه تازه ټویټ کې د افغان ښځينه معترضانو د نادرکۍ په دوام انديښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، چې په دې برخه کې زياتې شوې ستونزې د جدي اندیښنې وړ دي.

د ګوترش په خبره، په کابل کې د څو ښځینه معترضانو د نیول کیدو او نادرکۍ اوونۍ کیږي، خو لا یې د وضعیت په اړه معلومات نشته.

 سرمنشي ټینګار کړی، چې په کابل کې بايد د ښځينه معترضانو امنيت خوندي او بندي شوې او نادرکه شوې معترضانې باید په خوندي توګه خپلو کورونو ته واستول شي.

پرون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز وويل، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي سره یې له کابل څخه د نيول شويو او نادرکه شویو ښځينه معترضانو د وضعیت په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...