شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهم. م : د ټي ټي پي تر ۵ زرو غړي په...

م. م : د ټي ټي پي تر ۵ زرو غړي په افغانستان کې دي

تاند: ( پنجشنبه ، د دلوې يوويشتمه)‏ د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان يوه ډله څارونکي وايي، چې په افغانستان کې د پاکستان د تحريک طالبان ( ټي ټي پي) تر ۵ زرو پورې غړي مېشت دي.

د ملګرو ملتونو دغو څارونکو دغه نړيوال سازمان د امنيت شورا ته په چمتو کړي راپور کې ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له داسې وضعيت سره په سيمه کې د ترهګرو په خوندي ټپنځای بدلېدای شي.

د دوشنبې په ورځ په شریک شوي دغه راپور کې دا هم ويل شوي، چې پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره نيږدې همکاري لري او د تېر افغان جمهوري نظام خلاف په غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، پکتيکا او زابل ولايتونو کې په ګډه جنګیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د څارونکو په دې راپور کې زياته شوې، چې د پاکستان د طالبانو تحريک د القاعدې په ګډون نورو ترهګرو ډلو سره هم له نيږدې اړيکې لري.

د سرچينې د راپور په اساس، افغان طالبان د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، چې له دې سره هم مهاله د پاکستان د حکومت پر ضد د دغه هېواد د طالبانو بریدونه هم زيات شوي دي.

ويل شوي، چې افغان طالبان د پاکستان له حکومت څخه دا تضمین اخيستل غواړي، چې د پاکستاني طالبانو د کورنيو خوندي ستنيدل او ژوند په پاکستان کې ورسره یقیني شي.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې دا هم راغلي، چې په افغانستان کې د القاعدې د هند څانګې سلګونه غړي هم موجود دي.

طالبانو په مشخص ډول دغه نوي راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې په افغانستان کې د هر ډول بهرنيو جنګي ډلو موجوديت رد کړی او ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا خلاف نه کارول کېږي.

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په وروستيو کې په پرله پسې ډول په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت ادعا کړې او له طالبانو یې د دغه ادعا شوي کار د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

1 COMMENT

  1. که دوی نران وی اوریښتیا هم اسلام غواړی اوس یې وخت دی چې پاکستان کې هم اسلامی امارت جوړاد سکولار نظام پرځای یې نصب کړی
    مګر پاکستانیان دومره بی عقله نه دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب