شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد پولنډ پارلمان له افغان مرمنو سره د نړیوالو د پیوستون پرېکړه...

د پولنډ پارلمان له افغان مرمنو سره د نړیوالو د پیوستون پرېکړه لیک تصویب کړ

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۲۱مه) د پولنډ د پارلمان د استازو جرګې غړیو پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغان ښځو سره پیوستون وښيي.

د پولنډ د پارلمان د استازو جرګې له اروپايي ادارو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان ښځو سره په دې خاطر پیوستون وښيي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د هغوی لومړني او بنیادي حقونه له لاسه وتلي دي.

د پولنډ د استازو جرګې د پرېکړه لیک پر اساس، د دې جرګې د اکثریت غړیو له لوري تصویب شو، په افغانستان کې ښځې د طالبانو د واک ته رسېدو په نتیجه کې د زده کړو، کار، روغتیايي اسانتیاوو او شخصي ازادیو په شان د هغو حقونو او بریاوو د بایللو له خطر سره مخامخ دي چې په ګرانه یې ترلاسه کړي دي.

د پولنډ د پارلمان غړیو په خپل پرېکړه لیک کې ویلي، افغان ښځو، چې شل کاله پخوا له ټولو حقونو بې برخې وې، په تېرو کلونو کې سیاسي حقونه لاس ته راوړل، باید پرې نه ښودل شي چې له انساني حقونو بې برخې شي.

دوی دغه راز ویلي، هغه بشري حقونه چې په نړیوالو موافقو کې یې تضمین شوی، ډېر ارزښتناک دي او د هغو رعایت باید د هر سیاسي اقدام لپاره شرط وګرځول شي.

تراوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ډېرو هیوادونو او نړیوالې ټولنې په ځلونو ویلي چې تر هغو به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې د ښځو حقونه یې نه وي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب