چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهله افغانستانه سلګونه کورني حیوانات کاناډا ته یووړل شول

له افغانستانه سلګونه کورني حیوانات کاناډا ته یووړل شول

تاند(پنجشنبې، د دلوې ۲۱ مه) نړیوالې هوايي – ملکي ادارې تر دوه سوه ډېر کورنۍ حیوانات بهر ته ولېږدول.

د دې ادارې له راپور سره سم، د روسیې کارګو یا باري هوايي شرکت له افغانستانه سلګونه پیشوګانې او سپي کاناډا ته وړي دي.

۱۵۶ سپي، او ۱۳۳ پیشوګانې په RA-76502 الوتکه کې د جنورۍ په ۳۰ له کابل څخه د کاناډا بریټش کولمبیا ته یووړل شول.

په راپور کې ویل شوي چې دا سپي او پیشوګانې د هغو دیپلوماتانو او پوځیانو دي چې د اګست په نیمايي کګې د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته له افغانستان څخه ووتل.

تر دې وړاندې د نوزاد په نوم د یوه پخواني بریتانیايي پوځي موسسې د خپل هیواد د حکومت په اجازه له کابل څخه ۱۴۰ سپي، ۶ پیشوګانې په ځانګړو الوتنو کې وایستلې.

دا کار په دې خاطر له سختو انتقادونو سره مخامخ شو چې ولې تر هغو انسانانو وړاندې، چې ژوند یې د طالبانو د واک ته رسېدو له کبله له خطر سره مخامخ و، حیوانات وایستل شول.

کاناډا ته وړل شوي حیوانات د وانکور ښار په نړیوال هوايي ډګر کې ځانګړو جوړو شویو ځایونو ته یووړل شول. له هغه ځایه به وروسته خپلو اصلي خاوندانو ته سپارل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب